ژبه

راتلونکې شنبې به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 21, 2017 - 3:06 pm

Views: 82

کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): د هېواد وتلی ستوري پېژندونکى عبدالله کندهارى وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ د روژې امکان کم دی، خو د شنبې ورځ به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

کندهاري د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د راتلونکې پنجشنبې ورځ (د غبرګولي ٤مه) په سعودي کې د اوو دقيقو لپاره، خو په افريقايي هېواد المغرب کې د ډېر وخت لپاره د رمضان مياشت ليدل کېداى شي.

خو هغه زياته کړه، که چېرې په سعودي کې اسمان وريځ وي، نو د مياشتې ليدلو امکانات نشته، بيا به د جمعې په ورځ د شعبان د مياشتې ٣٠مه او د شنبې په ورځ  به د روژې د مياشتې لومړۍ نېټه وي.

خو عبدالله کندهاري وويل، د پنجشنبې په ورځ به په دې اړه بشپړ معلومات شريک کړي.

هغه وايي، په کابل کې به د روژې لومړى روژه ماتى (افطاري) په ۷ بجې او ۲ دقیقو وي او د پېشلمي وروستی وخت به درې بجې وي.

ځينو عربي رسنيو هم د شنبې په ورځ د روژې وړاندوينه کړې ده.

د يادونې ده، د افغانستان حکومت د سعودي عربستان له اعلان سره سم روژه نیسي او اخترونه کوي.

login or register a new account.