ژبه

له افغانستانه سعودي ته د حج‌کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د دغه وزارت له خوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت له خوا سعودي عربستان ته د روان ۱۴۰۵ کال د حج‌کوونکو د انتقال بهیر چې د «ذوالقعدة الحرام» میاشتې په لومړۍ نېټه د اریانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو له خوا پیل شوی و، پرون چهارشنبه بشپړ شو.

سرچینې لیکلي، د وزارت د ترتیب شوي منظم پلان له مخې د حاجیانو د انتقال دغه بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شو چې په لومړي پړاو کې ۱۴۹۸۴ کسان د ۴۸ الوتنو له لارې مستقیماً مدینې منورې ته او په دویم پړاو کې ۱۵۰۱۶ کسان د ۴۹ الوتنو په وسیله د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې توګه سږ کال د افغانستان ټول ۳۰ زره حاجیان ټولټال په ۹۷ الوتنو کې په منظم ډول سعودي عربستان ته انتقال شول.

سرچینې زیاته کړې، اوس مهال ټول افغان حاجیان مسجدالحرام ته نږدې د محبس‌الجن مرکزي سیمې په قرارداد شوو معیاري او عصري استوګنیزو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکوي چې د حاجیانو د خدمت، لارښوونې، روغتیايي اسانتیاوو او لازمې همغږۍ په موخه به خپلې هڅې له اړوندو رسمي ادارو او قراردادي شرکتونو سره لا ګړندۍ وساتي څو افغان حجاج وکولای شي د حج سپېڅلي مناسک په خوندي، منظم او غوره توګه اداء کړي.

د حج وزارت ویلي چې د حج مراسمو له بشپړېدو وروسته به هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم او خوندي ډول ترسره شي.