واشنګټن (پژواک، ٣ غويى ٩٦): د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې کلنۍ بوديجه کې د افغانستان لپاره د پخوا پرتله نږدې ٥٠٠ ميليونه ډالره ډېر وړانديز کړي دي.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي چې ولسمشر ټرمپ په نوې بوديجه کې د افغانستان امنيتي ځواکونو لپاره د پنځه ميليارده ډالرو مرستې وړانديز کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یې د ٢٠١٧ کال لپاره ٤،٤٦ ميليارده او د ٢٠١٦ کال لپاره يې ٣،٦ ميليارده ډالره بودیجه ځانګړې کړې وه.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره بوديجه کې د اضافي پیسو دغه وړانديز په داسې حال کې کړى چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه خپله تګلاره هم اعلان کړي.
ويل کېږي چې په نوې تګلاره کې به امريکا افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو د لېږلو پرېکړه هم وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې هېواد يې د افغانستان ښې راتلونکي لپاره خپلو دوامداره مرستو ته ژمنه ده.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اضافي پيسې به د افغانستان له اقتصادي ودې سره هم مرسته وکړي.
login or register a new account.