کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د کابل ښاروالۍ په يوه وخت کې د سرک جوړونې د ١٦ پروژو قرارداد د لاسليک ترڅنګ ويلي چې په کابل ښار کې د لومړي "مټرو بس" کارونه پيل شوي او تر راتلونکي يوه کال پورې به ګټې اخيستو ته وړاندې شي.
د کابل ښار والۍ سرپرست عبدالله حبيب زي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د خوشالۍ ځاى دى چې نن په عملي ډول د پروان سوم له څلورلارې تر سراى شمالي څلولارې پورې دڅلور کيلومټره اوږدوالي او ٦٠ متره پلنوالي درلودو سره د لومړي متروبس کرښې عملي چارې پيل شوې.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ياده پروژه د يوه کال په موده کې بشپړه او ګټې اخيستو ته سپارل کېږي؛ زياته کړه: "دا د کابل ښاريانو لپاره يو زېرى دى، چې موږ به د ١٣٩٧ کال په لومړيو کې د لومړني "مټرو بس" د فعاليت شاهدان يو او د روان کال په ورستيو کې هم د يوه بل مټرو بس د جوړولو لپاره ګام پورته کوو، چې په راتلونکو دريو کلونو کې به په کابل کې د ١١١ کيلومټره مټروبس شاهدان واوسو."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په کابل ښار کې به پر ١١١ کيلومټره مټروبس کرښه شا وخوا ١٥ مليون ډالره لګښت راشي؛ وويل چې د يادې پروژې پيسې د کابل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.
نوموړي دغه راز په کابل ښار کې د ٢٨٥ کيلومټره سړک د پخولو قرارداد له لاسليک هم خبر ورکړ او ويې ويل: "د ٩٠ کيلومټره نور سړک کار هم تر تدارکاتو لاندې دى، چې د ٩٠ کيلومټره نور سړک قرارداد په لاسليک سره به په روان کال کې د شا وخوا ٣٧٥ کيلومټره سړک جوړ او بيارغونه وشي."
حبيب زي د دې خبرې په څرګندولو سره چې يادې پروژې د کابل ښار په ۱۵، ۱۶، ۲۲، ۱۲، ۱۱، ۱۳، ۱۷، ۹، ۸، ۴، ۵، ۱۰، ۷ ناحيو کې عملي کېږي، وويل چې په دغو سړکونو کې د کابل ښار د ١٥ ناحيې د خيرخانې د دريمې حصې له سرسبزى څلورلارې تر پنجصد فاميلي څلورلارې پورې له دوه کيلومټره زيات سړک هم موجود دى.
د کابل ښاروالۍ سرپرست، د يادو ١٦ لاسليک شوو پروژو د عمومي لګښت په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې د کابل ښاروالۍ د روان کال مالي پلان ته چې بنسټيزې پروژې، لکه د سړکونو قيرول، د بانډو د کوڅو او فرعي کوڅو کانکرېټ، د لښتيو او پارکونو جوړول او تنظيفي خدمتونه پکې شامل دي؛ ١٣ مليون ډالره ځانګړي شوي دي.
نوموړي دغه راز په کابل ښار کې د تفريحي پارکونو بيارغونه هم د يادې ادارې له لومړيتوبونو وبلل او ويې ويل، چې په روان کال کې به د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې شپږ نور پارکونه هم جوړ او بياورغول شي.
نوموړي، د کابل ښاروالۍ د عوايدو راټولولو سيسټم کې د اصلاحاتو رامنځته کول د يادې ادارې عوايدو د زياتوالى وباله او ويې ويل، چې له دې وړاندې د کابل له دروازو هره ورځ له ٢٠٠ تر ٣٠٠ زره افغانۍ عوايد ترلاسه کېدل، خو اوس دغه شمېر شا وخوا درې مليون افغانيو ته رسېدلې ده.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دغه ناسته کې د کابل ښاروالۍ اوسنى سرپرست يو وړ او زحمت کښ کس وباله او هيله يې څرګنده کړه، څو په نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول د کابل ښاروال په توګه په دنده وګومارل شي.
نوموړي له دولت او ټاکنيزو کميسيونونو وغوښتل، چې د اساسي قانون حکم په عملي کولو سره د هېوادوال ښاروالان هم د ټاکنو له لارې په دندو وګوماري، څو ښاروالان هم د پارلمان، ولايتي شورا او نورو بنسټونو په څېر د خلکو له لوري وټاکل شي.
دانش د کابل ښار په يو شمېر ناحيو او ښار داخل کې د ښوونځيو، کلينيک، پارک او معياري سرکونو پر نه شتون اندېښنه څرګنده کړه او د کابل له ښاروالۍ يې غوښتنه وکړه، څو له نورو سکټورونو سره په همغږۍ موجوده ستونزو ته د حل لارې وګوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن