ژبه

اروپایي اتحادیه : د افغانستان د حکومت مشرتابه کې سولې او پرمختګ ته ژمنتیا شته

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 29, 2017 - 5:51 pm

Views: 49

بروکسل ( پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶) : اروپایي اتحادیه وایي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران د خپل هېواد  سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره ژمن دي، سیمه ییز  او نړیوال ملاتړ ته هم اړتیا لري.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسوولې فیډریکا موګیریني دغه څرګندونې د چنګاښ په ۸مه، د ناټو ددفاع وزیرانو دغونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې.

هغې د افغانستان د حکومت د سیاسي کړکیچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه هر یو جلا جلا نظرونه لري.

نوموړې زیاته کړه : (( زه دافغانستان د حکومت په رهبرۍ کې ژمنتیا وینم، دوی غواړي چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي او دافغانستان د حالاتو یو نوی فصل پرانیږي.))

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې وویل،  د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی او سیمه ییزو هېوادونو اوس دا درک کړې ده.

د مېرمن فیډریکا په وینا، سیمه ییزو هېوادونو په دې برخه کې د همکاریو لپاره لیوالتیا ښودلې   او د کابل پروسې غونډه یې ښه بېلګه ده.

دې زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ او همکاریو ته ادامه ورکوي. 

login or register a new account.