بروکسل ( پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶) : اروپایي اتحادیه وایي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران د خپل هېواد سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره ژمن دي، سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ته هم اړتیا لري.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسوولې فیډریکا موګیریني دغه څرګندونې د چنګاښ په ۸مه، د ناټو ددفاع وزیرانو دغونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې.
هغې د افغانستان د حکومت د سیاسي کړکیچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه هر یو جلا جلا نظرونه لري.
نوموړې زیاته کړه : (( زه دافغانستان د حکومت په رهبرۍ کې ژمنتیا وینم، دوی غواړي چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي او دافغانستان د حالاتو یو نوی فصل پرانیږي.))
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې وویل، د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی او سیمه ییزو هېوادونو اوس دا درک کړې ده.
د مېرمن فیډریکا په وینا، سیمه ییزو هېوادونو په دې برخه کې د همکاریو لپاره لیوالتیا ښودلې او د کابل پروسې غونډه یې ښه بېلګه ده.
دې زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ او همکاریو ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.