ژبه

راتلونکې مياشت د افغانستان او پاکستان ګډ اقتصادي کمېسيون غونډه جوړېږي

توسط جاويد هميم کاکړ

اگست 10, 2017 - 10:21 am

Views: 44

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦) : ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت به په کابل کې د افغانستان او پاکستان  د ګډ سوداګريز کمېسيون غونډه جوړه شي.

دغه پرېکړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د ماليې د وزير اسحاق ډار ترمنځ په ليدنه کې وشوه.

زاخېلوال په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې له ډار سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګريزو او اقتصادي اړيکو ګټورې خبرې کړې دي.

بلخوا پاکستانيو رسنيو د ماليې وزارت د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګريزو اړيکو خبرې اترې له تېرو ٢٢ مياشتو راهيسې په ټپه ولاړې وې.

سرچينې زياته کړې، په پرونۍ غونډه کې چې د زاخېلوال او ډار ترمنځ ترسره شوه، پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسيون غونډه به په  راتلونکې مياشت کې په کابل کې  جوړه شي.

د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار ويلي چې دکابل د راتلونکې غونډې د نېټې په اړه به د دواړو هېوادونو مسوولين په ګډه پرېکړه کوي.

د يادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسيون وروستۍ غونډه د ٢٠١٥ زېږديز کال په نومبر مياشت کې په اسلام اباد کې شوې وه. 

login or register a new account.