ژبه

اندونيزيا د اسلامي سازمان په همکارۍ د افغانستان په اړه د علماوو غونډه جوړوي

توسط جاويد هميم کاکړ

نوومبر 23, 2017 - 10:39 am

Views: 46

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د اندونيزيا عالمان به په نږدې راتلونکي کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په مرسته د افغانستان د ستونزو د حل په موخه د عالمانو يو کنفرانس جوړ کړي.

دغه خبرې د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا د افغانستان د سولې عالي شورا له پلاوي سره د خبرو پر مهال کړې دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د سولې عالي شورا د دفتر له خوا خپره شوې، په کې راغلي چې د سولې عالي شورا مشر محمدکريم خليلي او ورسره پلاوي پرون په اندونيزيا کې د دغه هېواد له مرستيال ولسمشر يوسف کالا سره بحث او خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې د اندونيزيا مرستيال ولسمشر په دې ناسته کې خپل هېواد ته د افغانستان د سولې عالي شورا د مشرتابه پلاوي له سفر څخه هرکلى وکړ او ويې ويل چې افغانستان او اندونيزيا ډېرې ستونزې ګاللې دي.

نوموړي زياته کړه: "موږ او د افغانستان خلک اسلامي ورورګلوي لرو او ان شا‌‌ءالله له تاسو سره به په ټولو برخو په ځانګړې توګه د سولې په بهير کې خپلې تجربې شريکې کړو."

يوسف کالا دغه راز ژمنه وکړه چې د اندونيزيا عالمان به د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په مرسته د افغانستان د ستونزو د حل په موخه کنفرانس جوړ کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمدکريم خليلي د اندونيزيا له ولسمشره د دغه اغېزناک سفر لپاره د زمينې برابرولو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې له بده مرغه د افغانستان وضعیت جنګي دی او د سولې مشورتي لويې جرګې له ترسره کېدو وروسته د سولې عالي شورا رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې دې شورا د سولې راوستلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي چې غوره بېلګه يې له حزب اسلامي سره بريالۍ خبرې دي.

د سولې عالي شورا مشر زياته کړه چې د سيمه ييزې اجماع رامنځته کېدو لپاره د نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان رول مهم او د پام وړ دى.

خليلي زياته کړه: "زما باور دا دى چې د افغانستان د ستونزې حل سياسي دى نه پوځي."

نوموړي وويل، له بده مرغه د افغانستان په قضيو کې مسايل په ديني او مذهبي بڼې سره منعکس شوي او د اسلامي نړۍ عالمان په ځانګړې توګه د اندونيزيا هېواد علما د افغانستان د ستونزې په حل کې خپل رول لوبولاى شي.

login or register a new account.