واشګنټن(پژواک، د وري لومړۍ نېټه٩٧): سپېنه ماڼۍ وايي، وسله والو طالبانو ته پکار ده چې په افغانستان کې د سولې په اړه يو روښانه اقدام وکړي.
دغه څرګندونې د سپېنې ماڼې وياندې هيټر ناوريټ د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغې وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه د حکومت طرحه طالبانو ته وړاندې کړې ده، نو اوس طالبانو ته پکار ده چې په دې برخه کې يو روښانه اقدام وکړي.
دې زياته کړه: (( غني ويلي چې د سولې لپاره د حکومت دروازې خلاصې دي نو اوس د طالبانو وار دى چې ځواب ورکړي.))
د نورويټ په وينا د طالبانو د خپلې تيرې ورځې په اعلاميه کې ويلي چې سوله يوه ديني او ملي وجيبه ده نو اوس بايد تعقيب يې کړي.
د يادونې وړ ده چې تيره ورځ طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي و چې د هېواد د روانې لانجې د واقعي هواري لپاره د ټولو هڅو هرکلى کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP