ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپېنه ماڼۍ: طالبان بايد د سولې لپاره اقدام وکړي

سپېنه ماڼۍ: طالبان بايد د سولې لپاره اقدام وکړي

author avatar
21 Mar 2018 - 10:05
سپېنه ماڼۍ: طالبان بايد د سولې لپاره اقدام وکړي
author avatar
21 Mar 2018 - 10:05

واشګنټن(پژواک، د وري لومړۍ نېټه٩٧): سپېنه ماڼۍ وايي، وسله والو طالبانو ته پکار ده چې په افغانستان کې د سولې په اړه يو روښانه اقدام وکړي.

دغه څرګندونې د سپېنې ماڼې وياندې هيټر ناوريټ د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغې وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه د حکومت طرحه طالبانو ته وړاندې کړې ده، نو اوس طالبانو ته پکار ده چې په دې برخه کې يو روښانه اقدام وکړي.

دې زياته کړه: (( غني ويلي چې د سولې لپاره د حکومت دروازې خلاصې دي نو اوس د طالبانو وار دى چې ځواب ورکړي.))

د نورويټ په وينا د طالبانو د خپلې  تيرې ورځې په اعلاميه کې ويلي چې سوله يوه ديني او ملي وجيبه ده نو اوس بايد تعقيب يې کړي.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي و چې د هېواد د روانې لانجې د واقعي هواري لپاره د ټولو هڅو هرکلى کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.