ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست قومي مشران: لوى ملي ايتلاف د شخصي ګټو لپاره جوړ شوى

د خوست قومي مشران: لوى ملي ايتلاف د شخصي ګټو لپاره جوړ شوى

author avatar
1 Aug 2018 - 17:13
د خوست قومي مشران: لوى ملي ايتلاف د شخصي ګټو لپاره جوړ شوى
author avatar
1 Aug 2018 - 17:13

خوست ښار (پژواک،۱۰ زمری ٩٧): د خوست قومي مشران او مدني فعالان وايي چې لوی ملي ايتلاف ته به اجازه ورنه کړي چې موجوده نظام وننګوي.

هغوی چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده،د زمري په ١٠مه،په خوست ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د لوی ملي ايتلاف غړو ته خبرداری ورکړ  چې که د حکومت خلاف يې کوچنی حرکت هم وکړ، دوی به بې تفاوته پاتې نه شي.

د انجنير نصرالله په نامه يوه قومي مشر غونډې ته وويل چې په دغه ايتلاف کې د حکومت اوسني او پخواني هغه کسان راټول شوي چې تل يې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ملت پر سر معاملې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، دا کسان د پرديو استخباراتي کړيو په اشارې سره غواړي چې د ولسمشر اقتصادي برنامې وننګوي، خو دوی به د هغوی دې کار ته اجازه ور نه کړي.

هغه زياتوي: ((دا ايتلاف که د ملک د اصلاح په خاطر وای موږ به ترې ملاتړ کړی و، خو داسې نه ده. دا د بهرنيو په اشاره ايتلاف دی. هغه اقتصادي پروژې چې دا ملک په پښو دروي هغوی يې د ځان په زيان بولي، په داسې حال کې چې دا زموږ حق دی.))

يو بل قومي مشر حيدرګل منګل وويل، په حقيقت کې دا ايتلاف د حکومت خلاف نه، بلکې د افغان ولس پر خلاف جوړ شوی، ځکه چې ددې ايتلاف زياتره غړي په جنګي جرمونو او د ځمکو په غصب تورن دي.

نوموړي همدا ډول له ولسمشر محمد اشرف غني هم وغوښتل چې د دا ډول کسانو پر وړاندې کلک ودرېږي او د هغوی غوښتنو ته ځان تسليم نه کړي.

هغه وايي: ((موږ د ولسمشر ترڅنګ ولاړ يو او له هغه غوښتنه کوو چې نور دا ډول زورواکي او غاصبين له خپلې دايرې وباسي. موږ نوی جوړ شوی ايتلاف غندو او اجازه نه ورکوو چې حکومت کمزوری کړي.))

د حاجي رحمت ګل په نوم ددغه ولايت يو بل قومي مشر يادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې دوی به لوی ملي ايتلاف ته اجازه ورنه کړي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د افغانانو پر سر له پرديو سره معاملې وکړي.

دی زياتوي: ((دا ټول هغه کسان دي چې کله په واک وي بيا د حکومت پر ضد يوه خبره هم نه کوي، خو کله چې بې واکه شي بيا حکومت هم تخريبوي، نظام هم تخريبوي او موږ به هيڅکله د دوی دې کار ته اجازه ور نه کړو.))

د رسول محمد تڼي په نوم يو بل قومي مشر بيا دې غونډې ته وويل، هر هغه اپوزېسيون او ايتلاف چې په حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو پر ځای حکومت تخريبوي، ولس يې بايد پر وړاندې ودرېږي.

د نوموړي په وينا، لوى ملي ايتلاف هم چې يو شمېر اوسني او پخواني دولتي چارواکي په کې دي د حکومت د تخريب لپاره رامنځته شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.