کابل (پژواک، ٢ تله ٩٧): ولسمشر غني وايي چې د غزني له خلکو سره شوې ژمنې بايد عملي شي او د دغه ولايت ټولې ادارې دې لومړۍ درجې تشکيل ته لوړې شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن ماسپښین د غزني ولایت پر ادارې او امنیتي وضعیت د بحث لپاره په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په پیل کې د هېواد د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت لوی ريیس د غزني د امنیتي وضعیت په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او ويې ویل: "غزني ولایت ته ستا له سفر او لارښوونو وروسته د وسله والو ځواکونو د تمویل، تجهیز، د پوستو او بېزونو د بیا احیا او د ښاري امنیتي کمربندونو په برخو کې اساسي ګامونه پورته شوي دي."
هغوی امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په وخت سره د اکمالاتو په اړه وویل، غزني کې پر نظامي تحکیماتو کار روان دی او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرسونل زیات شوی دی. همدارنګه د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه د هغو ولسوالیو او لویو لارو چې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي، د امنیتي تدابیرو د نیولو یادونه وکړه.
ورپسې د مخابراتو او ټکنالوجۍ، کرنې او مالدارۍ، د کلیو پراختیا او ښځو چارو وزیرانو، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ريیس، د روغتیا وزارت معین، د برېښنا ريیس، د چارو ادارې استازي او پېښو سره د مبارزې ادارې ريیس د غنمو د وېش، د څښاک اوبو د برابرولو، د برېښنا، روغتیا او د ودانیزو پروژو اړوند د خپلو اقداماتو راپور ورکړ.
ولسمشر د وزارتونو د مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته د هغوی ګامونه وستایل او لارښوونه یې وکړه چې لومړۍ درجې ولایت ته د غزني ارتقا ته په کتو دې په دغه ولایت کې د ټولو ادارو تشکیل لومړۍ درجې ته لوړ شي.
ده لارښوونه وکړه، په غزني کې د دویمو واحدونو د ادارو د ودانیو کمپلکس دې جوړ شي، ځکه د هغه په خبره، اوسنۍ ودانۍ د لومړۍ درجې واحدونو ظرفیت نه لري.
د هغه په وينا، غزني او خلکو ته یې د جنګ پر مهال زیات زیانونه اوښتي، اوس د دې فرصت دی چې د ټولو ادارو په اړه بېړني ګامونه واخیستل شي او هغه ژمنې چې د غزني خلکو سره شوي، عملي شي.
ده څرګنده کړه، د غزني ولایت بالاحصار به په یو نمونه يي ځای بدل شي او زياته يې کړه چې د غزني اوسېدونکو او ښځو لپاره باید د کار او د امن فضا شرایط چمتو شي.
په دغه غونډه کې د اجرايیه ریاست دویم مرستیال انجنیر محمدخان هم د غزني ولایت د وضعیت د ښه والي په خاطر وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن