کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د حزب اسلامي مشر حکمتيار، د ملي يووالي ستره مجمع (ميسم) د رامنځته کولو په موخه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د سولې ټينګښت د ميسم له موخو ياد کړ او ويې ويل، کېداى شي دغه مجمع واحد ټاکنيز ټکټ ولري او نوماند غوره کړي.
دغه راز ده وويل چې د ايتلاف جوړول او يا د کوم ګوند پر محور راټول د دې غونډې موخه نه ده، بلکې موخه يې له همفکرو شخصیتونو د یوې اغېزمنې او ملت شمولې جبهې جوړول دي.
د ده په وينا، له بهرنيو وغوښتل چې په افغانستان کې لاسوهنې بندې کړي، له اوربند سره د ښکېلو لورو توافق، له شرط پرته د مذاکراتو پيل، پر موقت حکومت توافق او د دغه حکومت تر اشراف لاندې ټاکنې، د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش او د سولې مخالفو لورو پر وړاندې درېدل کېداى شي د هغې طرحې برخه وي چې ميسم يې جوړه کړي.
د حزب اسلامي مشر، راتلونکې ټاکنې "مسخره او شرمناکه لوبه" بولي او د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو د ټينګار تر څنګ وايي چې دولت او بهرني لوري غواړي دغه ټاکنې د تېر په څېر له تقلب او درغليو ډک وي.
بشپړ راپور
د ملي يووالي ستره مجمع (ميسم) د جوړولو په موخه نن په کابل کې د حزب اسلامي په دفتر کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو (افغان ملت، ملي محاذ، د جمعيت د انسجام شورا، ملي مشارکت ګوند، حق او عدالت ګوند، حرکت انقلاب اسلامي او...) قومي مشرانو او مدني فعالانو د استازو په ګډون دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه. په دې غونډې کې د بېلابېلو ولايتونو سلګونو تنو برخه لرله.
د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار غونډې ته په وينا کې دغه غونډه مهمه وبلله او ويې ويل چې د هېواد ډېرو اغېزمنو شخصیتونو په کې برخه اخیستې او په ډېر حساس وخت کې جوړه شوې ده.
هغه وایی: "نا امني، بې ثباتي، اوږده او پراخه جګره، د یوه ځواکمن او مقتدر حکومت نشتوالی، د هېواد د ادارې او امنیت په تأمینولو کې د دولت ضعف او ناتواني، لانجمن پارلماني انتخابات او د حکومت او سیاسي احزابو ترمنځ د انتخاباتو په اړه شدید اختلافات د راتلونکي په اړه پراخې اندېښنې ... هغه ستونزې دي چې افغان ولس ورسره مخ دی او د ملت له با احساسو شخصیتونو او د ولس له فکري، سیاسي او اجتماعي مشرانو او اهل الرای غواړي چې بحران ته د حل لار ولټوي. دا غونډه په همدې موخه دایره شوې."
حکمتیار وايي، د هېواد اوسنيو شرايطو ته پام اړتيا ده چې پر یوه داسې پراخ محور کار وشي چي ټول همفکر او د سیاسي لیدلوري له پلوه سره ورته او نږدې شخصیتونه یو ځای شي او د سترو سترو ملي قضایاوو په اړه ګډ دریځ غوره کړي.
دى وايي، د ايتلاف جوړول او يا د کوم ګوند پر محور راټول د دې غونډې موخه نه ده، بلکې موخه يې له همفکرو شخصیتونو د یوې اغېزمنې او ملت شمولې جبهې جوړول دي.
هغه زياتوي: "دا شخصیتونه کېدای شې مستقل وي، کېدای شي سیاسي ګوندونو ته متعهد وي، خو د لویو ملي مسايلو په اړه واحد دریځ او تګلاره غوره کوي او د جبهز اهدافو او پرېکړو ته د التزام ژمنه کوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن