کابل (پژواک،۲۴ تله ۹۷): په داسې حال کې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ټاکنیز لېسته د یو شمېر نوماندانو د لرې کېدو خبر ورکوي، خو د مشرانو جرګې رییس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له قانونه پر سرغړونه تورنوي او وايي چې د یاد بنسټ اجراات باید قانوني وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشاء رییس محمد علي ستېغ نن په کابل کې د ټاکنو کمېسیون په مرکزي دفتر کې د ټاکنو ملي ناستې ته وویل چې عدلي، قضايي، او امنیتي بنسټونو له دوی سره د ولسي جرګې د نوماندوانو په اړه ډېر اسناد شریک کړي دي چې د دغه بنسټ پر پرېکړه مستقیم اغېز لري.
د هغه په خبره، په دغو اسنادو کې د ولسي جرګې د نوماندانو د عمر، محکومیت او وسله والو ډلو د غړیتوب ستونزې شاملې دي.
ده وویل: ((هغه اسناد چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ورته مخکې لاسرسی نه درلود او عدلي او قضايي ارګانونو اوس د دوی په واک کې ورکړي، ښيي چې ځینو نوماندانو د نوماندی شرایط نه دي پوره کړي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون له مخې کولای شي د ټاکنو تر ورځې یو شمېر نوماندان د کاندیدانو له لېسته لرې کړي.))
نوموړي زیاته کړه، ځینې قضیې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په ولایتي ادارو کې مطرح شوې دي چې خپلې فیصلې او ملاحظات یې لرلي، خو ځينې اسناد تازه د کمېسیون په واک کې ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((موږ د ولسي جرګې له نوماندانو سره سبا استماعیه ناسته لرو او د دې ناستې تر پاى ته رسېدو وروسته به یو شمېر نوماندان له لېسته لرې شي.))
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې د کاندیدانو له لېسته د یو شمېر نوماندانو لرې کېدو ته په اشاره وویل: ((دوه شیانو ماته شک پیدا کړی دی، هغه دا چې د ټاکنو په مديریت کې د کمېشنرانو تجربه ډېره کمه ده او د ټاکنو نوی قانون یې چې د فرمان له مخې نافذ شوی، سم نه دی لوستی، ځکه تر پرونه هم د ټاکنو کمېسیون او په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نوماندان په لرې کولو ګواښل.))
د نوموړي په خبره، ټاکنیز کمېسیونونه واک لري، هغه کسان چې قتل او جنایت یې کړی وي، په هره مرحله کې د نوماندانو له لېسته لرې کړي، خو نه شي کولای چې له وخت مخکې د ټاکنیز کمپاین پر پیل، زیاتو لګښتونو او نور مواردو کې نوماندان له لېسته په لرې کېدو وګواښوي.
login or register a new account.