ژبه

ولسمشر غني د خوست د ځانمرګي برید د څیړلو امر کړی

توسط عزيزالله همدرد

نوومبر 23, 2018 - 6:41 pm

Views: 71

کابل (پژواک، ۲ لیندۍ ۹۷) : ولسمشر اشرف غني په خوست ولایت کې ترسره شوی ځانمرګی برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې د څیړو امر کړی دی.

د خوست په مندوزیو ولسوالۍ کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال د ملي اردو د لوي لوا په جومات  کې ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې ۲۷ سرتیري وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني  دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل د سختې غندنې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته  لارښوونه وکړه چې د پېښې څرنګوالی په هراړخیزه توګه وارزوي او وظیفوي غفلت کوونکي تر پېژندلو وروسته مجازات شي.

دغه راز ولسمشر د خوست ولایت مقاماتو او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو د استفادې ترڅنګ، د شهیدانو کورنیو ته هم بېړنۍ رسېدګي وکړي.

اشرف غني د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته دعاجلې روغتیا هیله کړې.

login or register a new account.