کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د افغان شخړې هواري او سولې پروسه کې همکاري د ټولو ګډ مسووليت دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي دغه څرګندونې نن په اسلام اباد کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ پلاوي سره لیدنه کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د افغان سولې لپاره پر وروستيو هڅو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره بحث وشو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي ويلي چې په سيمه او افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به پاکستان خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
د هغه په وينا، دا د ټولو مسووليت دى چې په افغان سوله کې خپل رول ترسره کړي.
خليلزاد په افغان سوله کې همکارۍ ترسره کولو کې له پاکستانه د مننې تر څنګ ويلي چې امريکا د پاکستان د هڅو قدرداني کوي.
خليلزاد له ټاکلې نېټې دوه ورځې ځنډ سره له کابله اسلام اباد ته تللى او پرون يې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم ليدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن