ترينکوټ (پژواک۲۷ سلواغه ۹۷): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، د مرکز ترينکوټ په صدمرده سيمه کې تېره شپه يوه وسله وال مخالف له دولت سره د همکارۍ په تور د خپل ۹۲ کلن پلار سر پرې کړی دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دوهم څارن ملک زين الله د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د صوفي سلام په نوم دغه ۹۲ کلن سپين ږيرى هغه مهال په جومات کې د خپل زوی له خوا وژل شوی، چې لمونځ يې کاوه.
ده زياته کړه، د سيمې راپورونه ورته رسېدلي چې دغه سپين ږيرى د روانې جګړې مخالف و، نو ځکه د خپل وسله وال زوی له خوا وژل شوی دى.
د بریالی په نوم د سرمردي یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، د لالا په نوم د صوفي سلام یوه زوی تېره شپه د ماښام د لمانځه مهال له هغه څخه سر پری کړی و او بیا یې جسد جومات کې ایښی و.
هغه وایې، لالا چې د صوفي سلام دویم زوی دي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د وسله والو مخالفينو لیکو کې کار کوي.
دى زياتوي چې د صوفي سلام نور زامن په ښار کې ولډینګ کاري کوي.
وسله والو مخالفينو بيا په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن