کندهار (پژواک، ٢٨ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له دوولسمو ټولګیو د نجونو فارغانو شمېر ډېر دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې کلنۍ ازموینې تازه پای ته رسېدلې او د اوړي رخصتي پیل شوې ده.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال نه یوازې ښوونځيو ته د شامل شوو نجونو شمېر ډېر دی، بلکې د تېرو کلونو په پرتله به ډېرې نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغې شي.
هغه زیاته کړه، سږ کال په کندهار کې ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شوي چې له دې ډلې ۱۵زره یې نجونې دي، په داسې حال کې چې تېر کال ۱۰زره نجونې ښوونځيو ته شاملې شوې وې.
دی وايي، په ورته توګه سږ کال له دوولسمو ټولګیو د نجونو فارغانو شمېر هم لوړ دی.
د ده په خبره، تېر کال په ټول کندهار کې له دوولسمو ټولګیو ۷۰۰ نجونې فارغې شوې وې خو سږ کال به ۱۳۰۰ نجونې فارغې شي چې شاوخوا ٤٠ سلنه ډېروالی ښيي.
نوموړي وویل: ((سږ کال د کندهار ښار او ولسوالیو د ښوونځيو له دوولسمو ټولګیو ۵۵۰۰ کسان فارغ شول چې ۱۳۰۰ یې نجونې دي.))
په همدې بنسټ نوموړی تمه ښيي چې په کانکور ازموینه کې به هم تر پخوا د نجونو زده کوونکو شمېر ډېر وي.
دا په تېرو اتلسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ټول کندهار په کچه ۱۳۰۰ نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغېږي.
ناامني، ناوړه دودونه، د پوهنې په برخه کې د نجونو د زده کړو اړوند د تشکیل او کدرونو کمښت، د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانیو نشتوالی او نور هغه ستونزې دي چې تل یې د نجونو د زده کړې مخنیوی کړی دی.
خو د چارواکو په خبره، پر یادو شوو ستونزو سربېره د پوهنې په ارزښت د خلکو پوهنه او د نجونو د ښوونځيو د شمېر ډېروالی هغه دلایل دي چې د لومړي ځل لپاره یې د نجونو فارغانو شمېر لوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې په کندهار کې په زرګونو نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله خپلې زده کړې په نیمايي کې پرېږدي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن