کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٨) : د کرکټ نړيواله شورا وايي چې هڅې يې پيل کړې څو د ٢٠٢٨ زېـږديز کال د اولمپيک لوبو کې کرکټ هم شامل کړى شي.
د ٢٠٢٨ کال اولمپيک لوبې دامريکا په لاس انجليس ښار کې ترسره کېږي.
د انګلستان د اېم اسي سي نړيوال کرکټ کمېټې مشر مايک ګيټنګ دغه څرګندونې د کرکټ د نړيوالې شورا له نوي مشر مانو ساوهني سره په يوه ګډه ناسته کې ويلي چې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي او ډېر خلک په اولمپيک د کرکټ لوبه غواړي.
هغه زياته کړې : (( موږ د کرکټ د نړيوالې شورا له مشر سره له نږدې پر دې موضوع کار کوو او هيله مند يو، چې د ٢٠٢٨ کال د اولمپيک په سياليو کې کرکټ هم شامل شي. ))
مايک ګيټنګ ويلي، په راتلونکو اتو مياشتو کې به په دې اړه نور پرمختګونه وشي.
بلخوا نوموړي زياته کړې چې په ٢٠٢٢ کال اولمپيک سياليو کې د ښځو کرکټ ته چانس ورکړل شوى دى .
که څه هم نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو ويل کيـږي چې که کرکټ په اولمپيک لوبو کې شامل شي، نو دا به ٢٠ اووريزې سيالۍ وي.
login or register a new account.