Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حیرتان بندر کې د سوداګرو ۵۰۰ واګونه وارد شوي توکي بند پاتې دي

مزارشريف (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د بلخ سوداګرۍ خونه وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د مزارشريف – حيرتان سوداګريزه لويه لار د يو شمېر کسانو له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې چې له امله يې له ۵۰۰ واګونه ډېر وارد شوي مواد حيرتان ښارګوټي کې بند پاتې دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د تلې په ۲۲مه مزارشريف ښار کې خبري کنفرانس ته وويل چې د لارې بندېدو له امله تر دې مهاله سوداګرو ته سل زره امريکايي ډالر زيان اوښتی دی.

د هغه په خبره، د مزار- حيرتان لويې لارې يو شمېر چلوونکي په ناقانونه ډول د هغوی په نوم اتحاديه جوړه کړې او اوس په دې لټه کې دي چې په دغه لين دې بار وړونکي موټر په نوبت شي.

يونسي د چا نوم نه اخلي خو وايي چې ياده اتحاديه د يو شمېر زورواکو له خوا حمايه کېږي او د موټرو د نوبت له لارې غواړي چې مالي فساد ته لاره هواره کړي.

هغه وويل: ((کله چې سوداګر له منځنۍ اسيا څخه مواد واردوي؛ نو هغه هڅه کوي چې په ارزانه کرايه يې تر خپل ځايه ورسوي خو اوس دغه اتحاديه وايي چې نه دا به په نوبت کوئ او هر نرخ چې موږ وايو، نو هماغه کرايه به راکوئ چې دغه کار غير قانوني دي.))

د يونسي په وينا،  يادې لارې د تړل کېدو نږدې يوه اوونۍ کېږي چې له امله يې له منځنۍ اسيا وارد شوي څه باندې ۵۰۰ واګونه مواد په حيرتان بندر کې بند پاتې دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي چې دغه وضعيت له ازبکستان او قزاقستان سره پر سوداګريزو اړيکو هم منفي اغېز کړی دی.

د هغه په خبره، ياده ستونزه يې له بلخ ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ سره هم شريکه کړې، خو زياتوي چې د بلخ سيمه ييزه اداره هم د دغه مشکل په حل کول کې  پاتې راغلې ده.

هغه په خپلو خبرو کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې ياده ستونزه حل کړي چې سوداګر خپلې چارې بېرته په نورمال حالت مخې ته يوسي.

يونسي وويل: ((ولسمشر تېره ورځ وويل چې غواړي بلخ د منځنۍ او جنوبي اسيا پر دوه لاري بدل کړي، موږ ورته وړانديز کوو چې هغه کار ډېر وخت غواړي، اول دې کور دننه د هغو کسانو مخه ونيسي چې سوداګريزې چارې ټکنۍ کوي.))

نوموړي زياته کړه چې څو مياشتې مخکې هم ياده ستونزه رامنځته شوې وه خو هماغه مهال يې هم د حل لپاره اساسي ګامونه پورته نه شول.

يونسي وايي چې د افغانستان پنځوس سلنه نفتي او اوليه مواد له حيرتان بندره واردېږي او په خبره يې که د يادې ستونزې مخه ونه نيول شي نو خصوصي او دولتي سکتور ته به سلګونه زره ډالر زيان ورسېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.