مزارشريف (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د بلخ سوداګرۍ خونه وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د مزارشريف – حيرتان سوداګريزه لويه لار د يو شمېر کسانو له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې چې له امله يې له ۵۰۰ واګونه ډېر وارد شوي مواد حيرتان ښارګوټي کې بند پاتې دي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د تلې په ۲۲مه مزارشريف ښار کې خبري کنفرانس ته وويل چې د لارې بندېدو له امله تر دې مهاله سوداګرو ته سل زره امريکايي ډالر زيان اوښتی دی.
د هغه په خبره، د مزار- حيرتان لويې لارې يو شمېر چلوونکي په ناقانونه ډول د هغوی په نوم اتحاديه جوړه کړې او اوس په دې لټه کې دي چې په دغه لين دې بار وړونکي موټر په نوبت شي.
يونسي د چا نوم نه اخلي خو وايي چې ياده اتحاديه د يو شمېر زورواکو له خوا حمايه کېږي او د موټرو د نوبت له لارې غواړي چې مالي فساد ته لاره هواره کړي.
هغه وويل: ((کله چې سوداګر له منځنۍ اسيا څخه مواد واردوي؛ نو هغه هڅه کوي چې په ارزانه کرايه يې تر خپل ځايه ورسوي خو اوس دغه اتحاديه وايي چې نه دا به په نوبت کوئ او هر نرخ چې موږ وايو، نو هماغه کرايه به راکوئ چې دغه کار غير قانوني دي.))
د يونسي په وينا، يادې لارې د تړل کېدو نږدې يوه اوونۍ کېږي چې له امله يې له منځنۍ اسيا وارد شوي څه باندې ۵۰۰ واګونه مواد په حيرتان بندر کې بند پاتې دي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي چې دغه وضعيت له ازبکستان او قزاقستان سره پر سوداګريزو اړيکو هم منفي اغېز کړی دی.
د هغه په خبره، ياده ستونزه يې له بلخ ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ سره هم شريکه کړې، خو زياتوي چې د بلخ سيمه ييزه اداره هم د دغه مشکل په حل کول کې پاتې راغلې ده.
هغه په خپلو خبرو کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې ياده ستونزه حل کړي چې سوداګر خپلې چارې بېرته په نورمال حالت مخې ته يوسي.
يونسي وويل: ((ولسمشر تېره ورځ وويل چې غواړي بلخ د منځنۍ او جنوبي اسيا پر دوه لاري بدل کړي، موږ ورته وړانديز کوو چې هغه کار ډېر وخت غواړي، اول دې کور دننه د هغو کسانو مخه ونيسي چې سوداګريزې چارې ټکنۍ کوي.))
نوموړي زياته کړه چې څو مياشتې مخکې هم ياده ستونزه رامنځته شوې وه خو هماغه مهال يې هم د حل لپاره اساسي ګامونه پورته نه شول.
يونسي وايي چې د افغانستان پنځوس سلنه نفتي او اوليه مواد له حيرتان بندره واردېږي او په خبره يې که د يادې ستونزې مخه ونه نيول شي نو خصوصي او دولتي سکتور ته به سلګونه زره ډالر زيان ورسېږي.
په ورته مهال د بلخ يو شمېر سوداګر هم له دې ستونزې سر ټکوي او له حکومته يې د حل غوښتنه کوي.
په مزارشريف کې د شمال د اوسپنې اتحاديې استازي سيد عبدالله پژواک ته وويل چې د ډرېورانو اتحايه غواړي له خپل زوره په استفادې د حيرتان او مزار ترمنځ سوداګريز موټر په نوبت کړي او له دې لارې په خپله خوښه د کرايې نرخ وټاکي.
د هغه په وينا، د هېواد په هېڅ سوداګريز بندر کې د سوداګريزو موادو د لېږد رالېږد کرايه ثابته نه وي، بلکې د ازاد بازار د تقاضا مطابق هره ورځ په کې توپير راځي.
نوموړی هم د چا نوم نه اخلي خو وايي چې د چلوونکو تر شا يوه کړۍ ده چې غواړي په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې په خپل انحصار کې واخلي.
هغه زياتوي، که حالت همداسې دوام وکړي نو ډېر امکان شته چې سوداګر خپلې پانګې له حيرتان بندره د هېواد نورو بندرونو او يا هم بېخي بهر ته انتقال کړي.
د عبدالله په وينا، د موټرو د نه نوبت کولو برخه کې د ولسمشر صريح حکم موجود دی چې د موټرو نوبتي کول يې غير قانوني بللي دي.
د ناصر اميني په نوم د مزارشريف يو بل سوداګر هم وايي چې څو واګونه وارد شوي خوراکي توکي يې له تېرو پنځو ورځو راهيسې حيرتان بندر کې پاتې دي.
د هغه په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي، نو دوی به خپل ډېر مشتريان له لاسه روکړي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې ياده موضوع ژر تر ژره حل کړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ډرېورانو د اتحاديې نظر هم واخلي خو د تماسونو با وجود بريالي نه شوو.
له دې سره د بلخ ولايت مقام هم مني چې د ډرېورانو اتحاديې دغه اقدام غير قانوني دی.
د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه دوی د ډرېورانو له اتحاديې سره تر دې مهاله پنځه ځلې ناستې کړې چې پر ځينو مواردو موافقه هم شوې ده.
هغه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو دا يې په ښکاره وويل چې د لارې بندول او د موټرو د نوبتي کولو غوښتنه قانون کې هېڅ ډول ځای نه لري.
د فرهاد په خبره، د بلخ سيمه ييزه اداره هڅه کوي چې ياد مشکل ژر تر ژره حل شي.
هغه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې ډاډ ورکړ چې نن او سبا کې به دغه ستونزه حل شي او سوداګر به خپل مواد په نورمال ډول ولېږدوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










