Language

کونړ کې د چت لوېدو پېښه کې شپږ ماشومان مړه شوي

اسعد اباد (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٨): ځايي چارواکي وايي چې په کونړ ولایت کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومان مړه او ٧ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه  پرون ماښام په اسمار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، هلته د يوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې شپږ ماشومان مړه او اووه نور کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

login or register a new account.