ژبه

اوچا: سږ کال په افغانستان کې طبیعي پېښو څه باندې ۹۲ زره خلک اغېزمن کړي

سهراب سروری

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۷

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ټول افغانستان کې طبیعي پېښو له ۹۲ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

اوچا نن (یکشنبه) د بشري وضعیت په اړه د جولای میاشتې په راپور کې ویلي چې سږ کال سېلابونو، ناڅاپي سېلابونو، ځمک‌ښویېدنو او د نورو پېښو د خلکو کورونو او معیشت ته زیانونه اړولي او د یو شمېر کسانو د مړینې لامل شوي دي.

د راپور له مخې، د جنورۍ له میاشتې بیا د اګسټ تر لومړیو پورې په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسان مړه او ۳۳۱ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې نږدې ۱۰ زره کورونه زیانمن شوي، له دوو زرو او ۱۰۰ ډېر نور کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او په ټولیز ډول نږدې ۱۳ زره کورنۍ له طبیعي پېښو اغېزمنې شوې دي.

اوچا ویلي چې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې طبیعي پېښې ثبت شوې او یوازې د هېواد په ختیځو سیمو کې له ۵۱ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

د راپور له مخې، د جولای له ۲۰مې څخه د اګسټ تر درېیمې پورې په غزني، کابل، کاپیسا، لغمان، لوګر، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر او پروان په ګډون په ۱۰ ولایتونو کې نږدې پنځه زره کسان د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې په دغو ولایتونو کې نورستان تر ټولو ډېر زیانمن شوی؛ په دغه ولایت کې سېلابونو او ځمک‌ښویېدنو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی، سلګونه کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي او زرګونه کسان یې مرستو او سرپناه ته اړ کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طبیعي پېښو زیانونه یوازې په ختیځو سیمو پورې محدود نه دي او د افغانستان په ټولو سیمو کې خلک له دغو پېښو سره مخ شوي دي.

اوچا وايي، دغو پېښو کورونو، کرنیزو ځمکو، سړکونو، د اوبولګولو سیسټمونو، د اوبو شبکو او سیمه‌ییزو بازارونو ته هم زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، بشري مرستندویه ادارو د سړکونو د ویجاړېدو او سېلابونو له امله د رامنځته شوو ستونزو سربېره، د ښوونې، خوړو خوندیتوب، روغتیا، خوندیتوب، سرپناه، اوبو او حفظ‌الصحې برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړې دي.

اوچا ټینګار کړی چې راتلونکي کې د زیانونو کمولو لپاره د وختي خبرداري سیسټمونو، د ټولنو د چمتووالي، د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو او له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق برخو کې پانګونه اړینه ده.