ژبه

د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی

ویدا قلندري

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۵

Views: ۸

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد د یو شمېر ولایتونو او کابل سیندیزې حوزې په ځینو برخو کې سبا او بل سبا د نسبتاً شدید ورښت او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه خبرتیا کې ویلي چې د زمري له ۱۶مې تر ۱۷مې نېټې پورې د کابل سیندیزې حوزې په ځینو برخو او اړوندو خوړونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو ذاتلو اټکل شوی دی.

په خبرتیا کې راغلي چې د پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو يو شمېر سيمو کې د سېلابونو راتلو او یا هم د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

د اوبو او انرژۍ وزارت د دغو حوزو د ښکته‌نیو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو یا د اوبو د کچې لوړېدو پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دغه وزارت له لوړو سیمو له اوسېدونکو هم غوښتي چې د سېلابونو راتلو یا د سیندونو د اوبو کچې لوړېدو په صورت کې د ښکته‌نیو سیمو اوسېدونکي پر وخت خبر کړي، څو د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.