سرپل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په سرپل ولایت کې د امنیتي ځواکونو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون شپږ سرتېري او د امو دریا قطعې د عامه نظم پولیسو د قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د سرپل امینه قوماندان مل پاسوال غلام جیلاني ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سرپل او جوزجان امنیتي ځواکونو د سرپل د مرکز په ګولایي تخته سیمه کې کمین نیولی و.
خو نوموړي وویل چې په دغه کمین کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په خبره، په دغه برید کې د مفرزه قطعې اړوند د یوه قوماندان طوفان په ګډون د ملي امنیت شپږ سرتیري وژل شوي او د امو دریا قطعې د عامه نظم د قوماندان حفیظ په ګډون درې نور یې ټپیان شوي دي.
یاده قطعه د سرپل – جوزجان پر لویه لاره پوستې لري.
طوفان وړاندې د طالبانو پخوانی قوماندان و چې څلور کاله وړاندې دولت ته تسلیم شوی و او د طالبانو پر وړاندې جنګېده.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د جوزجان په حد بخشي سیمه کې د نوموړي ۹ کسان د طالبانو له خوا ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د سرپل امنیه قوماندان وایي چې د یادې پېښې مړه او ټپیان د سرپل ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
جیلاني زیاتوي چې تراوسه یې په دغه پېښه کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.
بله خوا د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد رضا رضايي د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان توپان تېره شپه د سرپل په تخته پل سيمه کې د طالبآنو پر قرارګاه بريد کړى او د طوه طالب قوماندان عبدالحق په جعفر مشهور او عبيده يې له ٩ وسله والو سره وژلي او قرارګاه يې تخريب کړې.
ده زياته کړې چې د قرارګاه ټول نظامي تجهزات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن