مزارشريف (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۸): په شمال کې د غاليو صادرکوونکو اتحاديې مسوولين وايي چې په دغه زون کې د غاليو اوبدلو او صادرولو شاوخوا ۴۰ شرکتونو له ډلې يواځې ۶ شرکتونه فعال پاتې دي.
د دوی په خبره، نا امني، د بيو لوړوالی او د نړيوال بازار له تقاضا سره د غاليو نا انډولي د غاليو د کاروبار د پيکه کېدو لاملونه دي.
د بلخ د سوداګرۍ خونه بيا وايي چې غالۍ اوبدونکي بايد د خپلو توليداتو پر مهال نړيوال معيارونه او د بازار تقاضا ته جدي پاملرنه وکړي.
له دې سره په بلخ ولايت کې د غاليو يو شمېر کاروباريان له حکومته د بازارموندنې او د خامو موادو په برابرولو کې د مرستې غوښتنه کوي.
په شمال کې د غاليو صادرکوونکو اتحاديې مشر عبدالستار بېکزاده وايي چې څو کاله وړاندې په دغه زون کې د غاليو د توليد او صادراتو شاوخوا ۴۰ لوی او واړه شرکتونه فعال وو چې اوسمهال يې شمېر شپږو ته راټيټ شوی دی.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د افغاني غاليو د کاروبار د پيکه کېدو تر ټولو لوی لامل ناامني او د مارکېټ نه شتون دی.
هغه زياته کړه چې د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو ډېری لويې لارې نا امنه دي چې له همدې امله سوداګر د غاليو د لېږد لپاره زړه نه ښه کوي.
دى وايي، د يادو ستونزو له امله شمال زون کې د غاليو صنعت له رکود سره مخ دی او په خبره يې چې له ۴۰ فعالو شرکتونو څخه يې يواځې ۶ شرکتونه پاتې دي.
بېکزاده زياتوي چې په دې برخه کې حکومت هم تر اوسه د غاليو له کاروباريانو سره مرسته نه ده کړې.
نوموړي همدا راز وويل چې د افغاني غاليو د صادراتو او توليد کمېدو بل لامل دا دی چې په نړيوالو بازارونو کې يې تقاضا کمه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ څو کاله مخکې هر کال شاوخوا دوه مليونه متر مربع غالۍ توليدات درلود چې له دې څخه به ي سل زره متره مربع هيواد دننه مصرف کېده او پاتې نورې به يې اروپا او امريکا ته صادرېدل؛ خو له ده مرغه اوس هلته هم د افغاني غاليو تقاضا کمه شوې ده.))
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې ډېری وخت شمال زون کې توليد شوې غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدول کېږي او له هغه ځايه بيا د پاکستان په نوم نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP