منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حکومت نه پاملرنې او ناامنۍ په شمال کې د غالۍ اوبدلو صنعت زیانمن کړی

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۶۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۸): په شمال کې د غاليو صادرکوونکو اتحاديې مسوولين وايي چې په دغه زون کې د غاليو اوبدلو او صادرولو شاوخوا ۴۰ شرکتونو له ډلې يواځې ۶ شرکتونه فعال پاتې دي.

د دوی په خبره، نا امني، د بيو لوړوالی او د نړيوال بازار له تقاضا سره د غاليو نا انډولي د غاليو د کاروبار د پيکه کېدو لاملونه دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونه بيا وايي چې غالۍ اوبدونکي بايد د خپلو توليداتو پر مهال نړيوال معيارونه او د بازار تقاضا ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې سره په بلخ ولايت کې د غاليو يو شمېر کاروباريان له حکومته د بازارموندنې او د خامو موادو په برابرولو کې د مرستې غوښتنه کوي.

په شمال کې د غاليو صادرکوونکو اتحاديې مشر عبدالستار بېکزاده وايي چې څو کاله وړاندې په دغه زون کې د غاليو د توليد او صادراتو شاوخوا ۴۰ لوی او واړه شرکتونه فعال وو چې اوسمهال يې شمېر شپږو ته راټيټ شوی دی.

نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د افغاني غاليو د کاروبار د پيکه کېدو تر ټولو لوی لامل ناامني او د مارکېټ نه شتون دی.

هغه زياته کړه چې د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو ډېری لويې لارې نا امنه دي چې له همدې امله سوداګر د غاليو د لېږد لپاره زړه نه ښه کوي.

دى وايي، د يادو ستونزو له امله شمال زون کې د غاليو صنعت له رکود سره مخ دی او په خبره يې چې له ۴۰ فعالو شرکتونو څخه يې يواځې ۶ شرکتونه پاتې دي.

بېکزاده زياتوي چې په دې برخه کې حکومت هم تر اوسه د غاليو له کاروباريانو سره مرسته نه ده کړې.

نوموړي همدا راز وويل چې د افغاني غاليو د صادراتو او توليد کمېدو بل لامل دا دی چې په نړيوالو بازارونو کې يې تقاضا کمه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ څو کاله مخکې هر کال شاوخوا دوه مليونه متر مربع غالۍ توليدات درلود چې له دې څخه به ي سل زره متره مربع هيواد دننه مصرف کېده او پاتې نورې به يې اروپا او امريکا ته صادرېدل؛ خو له ده مرغه اوس هلته هم د افغاني غاليو تقاضا کمه شوې ده.))

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې ډېری وخت شمال زون کې توليد شوې غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدول کېږي او له هغه ځايه بيا د پاکستان په نوم نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې شمال زون کې د غاليو د اوبدونکو او صادروونکو لاسنيوی وکړي او په دې ډول دې د دغه ملي صنعت د رکود مخه ونيسي.

پنځوس کلن ابراهيم د جوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې درې کاله کېږي د غاليو کاوربار يې پرېیښی دی.

نوموړي پژواک ته وويل چې پخوا يې په خپل کور کې د غاليو اوبدلو يوه کارګاه درلوده او اته کسان ورسره په کار بوخت وو.

خو هغه زياته کړه چې درې کاله وړاندې يې د يو لړ ستونزو له امله دغه صنعت پرېښود او اوس خياطي کوي.

ابراهېم وويل: ((موږ به په ډېر زحمت سره غالۍ توليدولې؛ خو چې بازار ته به مو راوړې چا نه اخيستې، که اخيستلې يې هم نو په داسې بيه يې غوښتلې چې حتی خپل لګښت يې نه پوره کاوه.))

نوموړی زياتوي چې ډېره هڅه يې وکړه؛ څو په لاس اوبدل شوې غالۍ يې په بازار کې وپلورل شي؛ خو په وينا يې چې ډېر متقاضيانو له ايراني او ترکي غاليو سره علاقه درلودله.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې افغاني غالۍ د کيفيت له پلوه څو چنده لوړې دي؛ خو خلک ځکه بهرنۍ قالينې پېري چې په خبره يې قيمتونه يې ډېر ارزانه دي.

نوموړی وايي، اوس د خياطۍ او ګلدوزۍ کاروبار لري او له خپل دغه کار څخه تر ډېره راضي هم دی.

مېرمن محبوبه زماني مزارشريف ښار کې د غالۍ اوبدلو شرکت لري چې شاوخوا ۱۵۰ کار کوونکي پکې مصروف دي.

هغې پژواک ته وويل چې هڅه يې دا ده څو له نوو نړيوالو معيارونو سره برابر توليدات ولري.

دغه مېرمن زياتوي چې لومړی د غاليو دصادر کوونکو څخه فرمايشونه اخلي او وروسته بيا د هغوی له غوښتنې سره سم د غاليو توليدات کوي.

نوموړې زياته کړه چې د غاليو د توليداتو لپاره خام مواد په ستونزمنه توګه پيدا کېږي چې د دوی کاروبار په ځينو وختونو کې له خنډ سره مخ کوي.

دې له حکومته غوښتنه وکړه چې د خامو موادو د برابرېدو برخه کې د غاليو د مؤلدينو لاسنيوی وکړي.

په ورته مهال بيا مزارشريف ښار کې د غاليو يو شمېر پلورونکي د افغاني غاليو د قيمتونو لوړوالی دې برخه کې يوه جدي ستونزه ګڼي.

حاجي حسين د مزارشريف ښار د غالۍ پلرونځیو راسته کې د غاليو د پلور دوکان لري.

نوموړي پژواک ته وويل چې ټول بازار، ترکي، ايراني او تاشکندي غاليو نيولی دی.

هغه زياته کړه چې خلک ځکه په بهرنيو هېوادونو کې توليد شوې غالۍ ډېرې اخلي چې قيمتونه يې د افغاني غاليو په پرتله دوه برابره ارزانه دي.

نوموړي وويل: ((د افغاني غاليو بازار ډېر پيکه شوی، دوه يا درې کاله مخکې به مو که ورځ کې پنځوس يا سل متره افغاني قالينه پلورله اوس په ټوله ورځ کې لس مټره هم نشو پلورلی.))

د هغه په وينا د نا امنيو له امله هم يو شمېر سوداګر زړه نه ښه کوي چې دې برخه کې پانګونه وکړي.

له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د غاليو توليد کوونکي بايد خپل توليدات د بازار له غوښتنې سره برابر چمتو کړي.

د سوداګرۍ خونې اجراييه مدير نصيراحمد قاسمي پژواک ته وويل چې په داخلي او نړيوالو بازارونو کې د افغاني غاليو د بازار پيکه کېدو لوی لامل د مشتري له تقاضا سره د برابر توليد نشتون دی.

هغه زياته کړه: ((د اروپا او امريکا په بازارونو اوس خلک متفاوت شيان غواړي؛ خو متاسفانه زموږ د غاليو د توليداتو بڼه اوس هم هماغه پخوانۍ ده؛ نو ځکه يې بازار خراب شوی دی.))

د نوموړي په وينا، د غاليو اوبدلو او توليد شرکتونه بايد د رنګ او ډيزاين په انتخاب کې ډېر دقيق و اوسي او په وينا يې چې دې برخه کې د نوښت جدي ضرورت ليدل کېږي.

قاسمي وويل چې بلخ سوداګرۍ خونه هڅه کوي، څو د غاليو توليد کوونکو شرکتونو او اشخاصو ته د نړيوال بازار د تقاضا په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

هغه هم تاييد کړه چې شمال زون کې د غاليو د توليد زيات شمېر شرکتونه ځکه له سقوط سره مخ شوي چې توليدات يې نه دي خرڅ شوي او همدا راز يې خپل مصارف نه دي پوره کړي.

بلخ کې د غاليو توليدوونکي او صادروونکي له حکومته همدا راز غواړي چې له بهره پر وارد شوو غاليو دې ماليه لوړه کړي څو افغاني غالۍ ورسره د سيالۍ جوګه شي.

غالۍ اوبدل په افغانستان کې مهم توليدي صنعت دی چې په بېلابېلو وختونو کې يې د دغه هېواد په اقتصادي برخه کې ارزښتمن رول لوبولی دی.

سره له دې چې اوس هم په نړيوالو بازارونو کې افغاني غالۍ ښه نوم او مارکېټ لري، خو کور دننه د دغه صنعت يو شمېر کاروباريان له يو لړ ستونزو سره مخ دي.

په تېرو کلونو کې شمال زون د غاليو زيات توليدات درلودل، خو اوس دغلته د غاليو د توليد او صادراتو زيات شمېر شرکتونه له سقوط سره مخ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد