چاریکار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): د پروان ځایي مسوولین وایي چې وسله والو کسانو د دغه ولایت د مرکز چاریکار اړوند سیمه کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او ۱۲ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پروان امنیه قوماندان محمد هارون مبارز د غویي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن ماښام د چاریکارو ښار اړوند د خلازه یي کلي پر جومات شوی دی.
هغه زیاته کړه، د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۷ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
مبارز وایي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.
د پروان د ملکي روغتون سرچینې وایي چې دوی ته یو جسد او اووه ټپیان ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن