ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​والي : له کونړ او نورستان څخه د ملي اردو دوه کنډکونه بېرته لغمان ته را لېږدوم

​والي : له کونړ او نورستان څخه د ملي اردو دوه کنډکونه بېرته لغمان ته را لېږدوم

author avatar
16 Aug 2020 - 14:37
​والي : له کونړ او نورستان څخه د ملي اردو دوه کنډکونه بېرته لغمان ته را لېږدوم
author avatar
16 Aug 2020 - 14:37

مهترلام (پژواک، ۲۶ زمری ۹۹): د لغمان والي وايي چې د دغه ولايت اړوند د اردو دوه کنډکونه لا هم کونړ او نورستان ولايتونو کې خدمتي دي چې بېرته يې دغه ولايت ته د را لېږدولو هڅې پيل کړې دي.

د نوموړي په وينا، د يادو دوو کنډکونو په راتګ او مهترلام ښار کې د درېيو نويو امنيتي حوزو په جوړېدو سره به د دغه ولايت امنيت لا ښه شي.

والي رحمت الله يارمل دا څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې او زياته يې کړه چې دلته له راتګ سره سم ورته ډېرو خلکو د امنيت د نشتوالي او يا هم خرابوالي په اړه  شکايتونه کړي دي.

ده زياته کړه ، که څه هم د خلکو اندېښنې ډېرې وې، خو کله چې يې خپله ولسواليو ته سفر وکړ نو ورته څرګنده شوه چې ستونزه ډېره نشته او يوازې د همغږۍ کمښت امنيتي وضعيت خراب کړی دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې لغمان کې د امنيتي او دفاعي سرتېرو تشکيلات کم دي وويل: ((زموږ د ملي اردو دوه کنډکونه يو هم په نورستان او بل کونړ کې په خدمت مصروف و، نهايي کوښښ مو کړی چې کونړ کې مېشت کنډک را انتقال کړو لغمان ته. تشکيلات کم نه دي، فقط رهبرۍ او همغږۍ کې ستونزه شته چې دواړو برخو باندې کار روان دی.))

د کابل – جلال اباد لويه لاره چې يوه برخه يې په لغمان ولايت پورې تړلې ده، د لغمان والي  هغه اوازې رد کړې چې ويل کېږي سلګونه وسله وال د دغې لارې د نا امنه کولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی وايي، مهترلام ښار کې د نامسووله وسله والو ګرځېدو په اړه هم اندېښنې شته چې دغو اندېښنو ته په کتو يې ټولو هغو کسانو ته چې نامسوول او يا هم مسوول وسله وال دي او په ملکي لباس کې ګرځېدل، له دې وروسته د نه ګرځېدو امر کړی دی.

د لغمان والي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د هوډ خبره هم وکړه او ټينګار يې وکړ چې هېچاته د فساد اجازه نه ورکوي او خپله هم خلکو ته ډاډ ورکوي چې فساد نه کوي.

رحمت الله يارمل که څه هم وايي چې د بيارغومې برخه کې د کار کولو ژمنه نه کوي، خو زياتوي  چې دې ولايت کې د په ټپه ولاړو رغنيزو پروژو د چارو بيا پيل ترڅنګ به راتلونکي کال کې يو شمېر نورو مهمو پروژو د منظورۍ په برخه کې هڅې وکړي.

والي غصب هم په دغه ولايت کې يوه مهمه ستونزه وبلله او ټينګار يې وکړ چې د ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره يې په يوې تګلارې کار پيل کړی دی.

هغه وويل، تازه يې د ځمکو هغه لوی غاصب نيولی چې يو شمېر خلک يې په پيسو له ځان سره ساتلي و او کله چې به يې ولايتي ادارې د نيولو اقدام کاوه دغه کسان به يې لاريونونو ته راايستل.

يارمل وايي، لغمان يو کرنيز ولايت دی خو ډېرې پروژې تر اوسه په مرکز او قرغيو ولسوالۍ کې پلې شوي او تر دې وروسته هڅه کوي چې د کرنې او نورې رغنيزې پروژې د قرغيو سربېره نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.