جلال اباد (پژواک، ٦ تله ۹۹): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو له لوري هغه ځانمرګی بريدګر نيول شوی چې د مشرانو جرګې پر رييس يې د بريد پلان درلود.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د تلې په ۶مه د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د کشفي اطلاعاتو په اساس نن سهار جلال اباد ښار کې عمليات ترسره کړي او د مشرانو جرګې پر رييس ځانمرګي بريد ته چمتو شوی بريدګر يې نيولی دی.
هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې د قاري بلال په نوم د ځانمرګو بریدونو یو مسئول له لوري چمتو شوی د ځانمرګي بريد یو واسکټ له یوه تن عرفان الله مشهور په سرخرودي نومي سره نيولی دی.
د نوموړي په وينا، نیول شوی کس اوس مهال د ملي امنیت په رياست کې تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دی.
دولت زي زیاته کړه چې د یو لړ نورو ځانګړو عملیاتو پرمهال د ملي امنیت ځواکونو له نورو افغان ځواکونو سره په مشترک ډول قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل _ جلال اباد پر لویه لاره په يوه زرنج موټرسایکل کې بار لس بورۍ چاودېدونکي توکي چې ۲۵۶ کیلوګرامه کیږي هم نیولي دي.
نوموړی وایې، ددغو چاودېدونکو توکو د انتقال په تور یوتن محمد اګل نومی هم نیول شوی چې اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، ياد دواړه بريدونه د وسله والو طالبانو له لوري پلان شوي و چې دوی يې مخه نيولې ده .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن