کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): باوري سرچينې وايي چې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي څلور غړي کابل ته راغلي او کېداى شي د دې اوونۍ تر پايه شاوخوا درې نور غړي هم راستانه شي.
په قطرکې يوې باوري حکومتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي د لړم په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه غړي د خپلو شخصي کارونو په موخه له قطره افغانستان ته تللي او بېرته قطر ته راګرځېدونکي دي.
د دې سرچينې په خبره چې په دې کسانو کې د سولې په چارو کې د دولت وزيرسيد سعادات منصور نادري، عبدالمتين بيک، فوزيه کوفي او کليم الله نقيبي شامل دي.
د دولت د مرکچي پلاوي يوه غړي هم د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته تاييد کړه چې ياد څلور کسان افغانستان ته د خپلو شخصي کارونو لپاره تللي، خو ډېر ژر به بېرته دوحې ته راستانه شي.
هغه وويل چې د دغه پلاوي غړي کولى شي د اړتيا په صورت کې په افغانستان کې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم منلې ده، چې د ياد وزارت وزير سيد سعادت منصورنادري کابل کې دى.
دغه وزارت په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي چې سرپرست وزير نادري نن په کابل کې د امريکا له سفير روز ويلسون سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د دوحې د مذاکراتو، اوربند، تاوتريخوالي زياتېدو او جنيوا کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.
د مرکچي پلاوي دغه غړي زياته کړه چې که څه هم د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ تراوسه نه دى رامنځته شوى، خو دوى په ډېر حوصله دغه خبرې مخته وړي او د ولسمشر لارښوونه هم همدا ده چې بايد د خبرو لپاره پوره حوصله ولري چې هرڅومره وخت اخلي.
خو په قطرکې پورته يادې شوې هغې حکومتي سرچينې وويل، د دولت مرکچي پلاوى په دې فکر دى چې که د سولې خبرو لپاره د قطر پرځاى کوم بل هېواد وټاکل شي، ښه به وي.
هغه تور پورې کړ چې طالبان وخت ضايع کوي او د امريکا ټاکنو او د جنيوا کنفرانس ته منتظر دي چې که د جنيوا په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې د څلورو کلونو لپاره د افغانستان ددولت مالي ملاتړ وکړ نو بيا کېداى شي په خبرو کې سرعت پيدا شي. نو په همدې موخه اوس طالبان خبرو ته سم زړه نه ښه کوي.
خو په قطرکې د طالبانو سياسي دفتر د پورته څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن