Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيت شورا: د دوحې تړون د سولې لپاره اغېزناک نه دی

کابل (پژواک، ۳ کب ۹۹): د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د امريکایانو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې ځکه اغېزناک نه دی چې په اړه یې له افغان حکومت سره اړینې مشورې ونه شوې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن په خپلې ټويټرپاڼه کې د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي: "د امريکایانو او طالبانو ترمنځ تړون نه د سولې په برخه کې اغېزناک و، نه یې وينې ودرولې، نه يې جنګ ختم کړ او نه د افغانانو بدې ورځې پای ته ورسېدې؛ حتی داسې اصطلاحات په کې وکارول شول چې د انساني تلفاتو اندازه ګیري په اعدادو کې ده، اورکم، د تاوتریخوالي کمښت او نور داسې اصطالاحات دي چې د جګړې له یوې خوا سره معافیت او رضايت په کې ښکاري."

هغه زیاته کړې: "حال دا چې موږ دلته يو څاڅکی وينه تويېدل نه غواړو، د افغانستان ساتنه زموږ مسوولیت دی او موږ سولې، جګړې او هرې مسئلې ته له همدې نظره ګورو."

دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن کابل کې د دې شورا د پراختيايي پروګرامونو او مرستو را جلبولو کمېسیون غونډې ته وویل چې افغانانو ته له عادلانه او تلپاتې سولې پرته بل څه لومړیتوب نه لري.

دی وايي: "له سولې د افغانانو او نړیوال ملاتړ شتون لري او هیله ده چې ژر تر ژره او په جدي توګه د سولې خبرې له سره پیل شي."

هغه وایي چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی هره ورځ قربانۍ اخلي؛ نو ځکه د اوربند ټینګښت د افغانستان د خلکو جدي غوښتنه ده.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه شاوخوا یو کال وړاندې په دوحه کې لاسلیک شوه؛ د دغه تړون له مخې به د ۲۰۲۱ کال تر مې مياشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، د طالبانو پنځه زره بنديان به خوشي کېږي، بين الافغاني مذاکرات پيل او تاوتريخوالی به کمېږي.

د افغانستان حکومت د طالبانو پنځه زره بنديان خوشي کړل، شاوخوا پنځه میاشتې وروسته په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، خو تر اوسه یې یوازې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې او دغه خبرې په دې وروستیو کې په ټپه درېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بايډن ويلي چې دغه تړون له سره ارزوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.