ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٢٠ ميليونو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٢٠ ميليونو ته ورسېد

author avatar
14 Mar 2021 - 11:53
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٢٠ ميليونو ته ورسېد
author avatar
14 Mar 2021 - 11:53

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٩): د نړيوالو راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٢٠ ميليون کسانو ته رسېدلی دی.

کرونا ويروس چې يو کال او درې مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د نړيوالو سرچينو معلوماتو له مخې، د کرونا په اړه ارقام خپروي تر نن غرمې (د کب ٢٤مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٢٠ ميليونو ته رسېدلی دی.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٩٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، دوه ميليونه او ٦٥٩زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا شپږ زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې څه کم ٣٠ ميليونه، په هندوستان کې يوولس ميليونه او په برازيل کې هم يوولس ميليونه  کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٥٤٦زره، په هندوستان کې ١٨زره او په برازيل کې ٢٧٧زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٥٥٩٨٥زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٤٥٧ کسان مړه او څه باندې  ٤٩ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.