پل علم (پژواک،۱۱ وری۱۴۰۰ 🙁 د لوګر پوهنتون لپاره، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۳.۶ میلیون افغانیو په لګښت څلور پوړیزه ودانۍ جوړه شوه.
دغه ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د یاد پوهنتون رئیس عبدالناصر ستانکزي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دغه ودانۍ اداري، درسي خونې، د غونډو تالار، د کمپیوټر لب خونه، تشنابونه، د علمي شورا خونه او اطفايې سیسټم لري.
هغه وویل چې د دغې ودانۍ لګښت د لوړو زده کړو وزارت ورکړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پوهنتون د کرنې، ښوونې او روزنې او د معدن انجنیرۍ پوهنځي لري او تر اوسه یې په یوې زړې ودانۍ کې فعالیت کاوه.
دی وایي چې په نږدې وخت کې به د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت تحقیقاتي فارم هم جوړ شي.
د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر هم په نننیو یادو مراسمو کې وویل، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوی چی د لوګر تحصیلی برخې ته د پام وړ کارونه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP