ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر پوهنتون ته څلور پوړیزه ودانۍ جوړه شوه

د لوګر پوهنتون ته څلور پوړیزه ودانۍ جوړه شوه

author avatar
1 Apr 2021 - 16:06
د لوګر پوهنتون ته څلور پوړیزه ودانۍ جوړه شوه
author avatar
1 Apr 2021 - 16:06

پل علم (پژواک،۱۱ وری۱۴۰۰ 🙁 د لوګر پوهنتون لپاره، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۳.۶ میلیون افغانیو په لګښت څلور پوړیزه ودانۍ جوړه شوه.

دغه ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د یاد پوهنتون رئیس عبدالناصر ستانکزي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دغه ودانۍ   اداري، درسي خونې، د غونډو تالار، د کمپیوټر لب خونه، تشنابونه، د علمي شورا خونه او اطفايې سیسټم لري.

هغه وویل چې د دغې ودانۍ لګښت د لوړو زده کړو وزارت ورکړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پوهنتون د کرنې، ښوونې او روزنې او د معدن انجنیرۍ پوهنځي لري او تر اوسه یې په یوې زړې ودانۍ کې فعالیت کاوه.

دی وایي چې په نږدې وخت کې به د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت  تحقیقاتي فارم هم جوړ شي.

د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر هم په نننیو یادو مراسمو کې وویل، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوی چی د لوګر تحصیلی برخې ته د پام وړ کارونه ترسره کړي.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.