Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار اوسېدونکي: د دهلې بند امنیت دې خوندي او د بیارغونې چارې دې پیل شي

د کندهار اوسېدونکي: د دهلې بند امنیت دې خوندي او د بیارغونې چارې دې پیل شي

author avatar
22 May 2021 - 11:08
د کندهار اوسېدونکي: د دهلې بند امنیت دې خوندي او د بیارغونې چارې دې پیل شي
author avatar
22 May 2021 - 11:08

کندهار (پژواک،۱غبرګولی۱۴۰۰): د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په لومړي ګام کې دې د دهلې بند امنیت خوندي شي او وروسته دې د دغه بند د بیارغونې چارې ژر پیل شي.

خلک د دهلې بند اړوند د امنیت د خوندیتوب په اړه تر هغه وروسته اندېښنې ښيي چې څو اوونۍ وړاندې د وسله والو په یوه برید کې د دغه بند اړوند یو پول په ماینونو والوځول شو او څو ورځې مخکې بیا د وسله والو په برید کې دغه بند د طالبانو لاس ته ولوېد.

وروسته بېرته دغه بند د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د زرتالې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دهلې بند د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شو چې دغې پېښې خلک د یاد بند د امنیت د نه خوندیتوب له امله اندېښمن کړي دي.

دی وايي، د دغه بند د امنیت خوندیتوب ډېر اړین دی، ځکه د کندهار ولایت ۷۰ سلنه کرنه ورباندې ولاړه ده.

نوموړی وايي، وسله والو داسې مهال پر دغه بند برید وکړ چې د چارواکو له قوله یې د بیارغونې د چارو پیلېدل نږدې شوي دي.

دی غوښتنه کوي چې دولت دې نور د خلکو انتظار پای ته ورسوي او د دغه بند د بیارغونې چارې دې ژر پیل کړي.

د کندهار د ارغندب ولسوالۍ یوه کروندګر میراجان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهلې بند نیول کېدو ټول خلک اندېښمن کړل، ځکه له دغه بند سره د یاد ولایت ټوله کرنه او باغداري تړلې ده.

دی وايي، له یوې خوا د پسرلي په راتګ خلک په تمه وو چې د دغه بند اوبه راخوشې شي خو دا چې سږ کال کم اورښتونه شوي، بند لا هم نه دی ډک شوی او له همدې امله تر اوسه د دغه بند اوبه نه دي خوشې شوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه پیل کړي چې ژمنه یې وار له مخه شوې ده.

د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي وايي چې له اوږده انتظار او ډېر کار وروسته د دهلې بند د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

هغه وویل، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

خو دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دغه ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

دی وايي، دا سمه ده چې خلک د دغه بند ژر جوړولو ته په بې صبرۍ انتظار باسي، خو د دغسې لویو بندونو جوړول ډېر کار او وخت ته اړتیا لري او خلک باید صبر او زغم ولري.

ده خبر ورکړ چې دغه پروژه به تر راتلونکو پنځو کلونو بشپړه شي.

له دې ور ها خوا د دهلې بند جوړولو په پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې جوړول په پلان کې دي چې د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

د اوبو د دغې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او د دغې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى.

څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت تر سره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې ماشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

د چارواکو په وینا، ياد شوي ټول کارونه تر سره شوي او اوس بند چمتو شوی چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

چارواکي وايي، د دغه بند د دېوالونو لوړولو تر څنګ، د ډېر وخت لپاره د اوبو د زېرمه کولو، کندهار ښار ته د څښاک د اوبو پر لېږد اوله دغه بند څخه د ۲۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید ۴۷۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اووه ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

د کندهار والي روح الله خانزاده هم وايي چې څو ځلې یې د شاولیکوټ ولسوالۍ ځايي مشران راغوښتي او هغوی ته یې قناعت ورکړی څو دوی د استملاک چارې پیل کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دهلې بند ته د وسله والو مخالفینو تر پام اوښتلو وروسته ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او هڅه کېږي چې د پروژې د پيل لپاره چمتووالی ونیول شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دهلې بند اړوند د کرنې وزارت ته یې د چارو اړوند قناعت ورکړ او هغوی څو اوونۍ مخکې په دغه برخه کې یو شمېر پروژې پیل کړې چې په ۷ ولسوالیو کې به د ۶۷،۹ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت تر ۶۰ زره هکټاره نوره کرنیزه ځمکه ایجاد شي.

څو اوونۍ مخکې چې ولسمشر کندهار ته راغلی و د دهلې بند د پروژې د چارو اړوند یې وویل چې د استملاک امر ورکوي او د اختر له درېیمې وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.