ګردېز (پژواک، ۸ غبرګولى ۱۴۰۰): پکتيا کې زده کوونکي شکايت کوي چې د کتابونو او ودانيو نشتون او د ښوونکو کموالي يې د زده کړو بهير ټکنى کړى دى.
دوی د دې حالت دوام ته اندېښمن دي او وايي چې د درسي کتابونو د نشتون له امله زده کوونکي سمې زده کړې هم نه شي کولای.
د څمکنيو ولسوالي د نهم ټولګي زده کوونکی عمران وايي چې د ژمي د رخصتيو په ګډون يې تر اوسه تعليمي کال له کتابونو پرته تېر شوی او په خبره يې د ډېرو زده کوونکو د روان کال د زده کړو پايله به ښه نه وي.
د احمدابا ولسوالي د رود عالي لېسې د اتم ټولګي زده کوونکی اسدالله وايي د خپل ټولګي کتابونه نه لري او زياتوي چې د کتاب نه لرلو له امله کورنۍ دنده نه کوي او ډېر وخت يې بې ځايه تېريږي.
نوموړي وويل: ((دلته کتابونه کم دي، موږ په څو کسانو يو کتاب وايو، په کور کې مطالعه او کورنۍ وظيفه نه کوو؛ ځکه چې کتاب نه وي. له معارف څخه هيله لرو چې موږ ته کتابونه راکړي.))
د ګردېز د ببرک خان ځدراڼ لېسې سرښوونکی عبدالله خوشحال وايي چې د کتابونو د نشتون له امله زده کوونکو ته سم تدريس نه کيږي.
خوشحال وويل: ((د معلمينو کمبود ډېره لويه ستونزه ده، مهمه خبره دا ده چې حق الزحمه معلمين ژر تر ژره مقرر شي. که درسي کتابونه ژر ونه رسيږي، د زده کوونکو تعليمي کچه به نوره هم ټيټه او بشپړ تعليمي کال به ضايع شي.))
د سيدکرم ولسوالي د خانان ښوونځي ښوونکی عبدالاحد افغان وايي چې د ښوونځي د ودانۍ نشتون يې د زده کړو پر بهير خورا ناوړه اغېز کړی دی.
افغان زياته کړه: ((ګردونه، بادونه او ګرم لمر وي، ځينې وخت باران شي، نو بيا مجبور يو، شاګردان رخصتوو، يعنې هېڅ د مکتب په شان نه دی.))
د پکتيا د پوهنې رياست مني چې د دغه ولايت ډېری ښوونځيو ته درسي کتابونه نه دي رسېدلي، خو وايي که کتابونه چاپ او دوی ته ورسيږي، ژر به يې پر زده کوونکو ووېشي.
د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته وويل:((دحق الزحمه ښوونکو دګو مارنې مسئله حل شوه، موږ د هغوی پر بېرته تقرر لګيا يو او ژر به دا مشکل هم حل شي.))
پکتيا په ښوونيزه برخه کې زياتې ستونزې لري چې له هغې ډلې يې د ۷۵ سلنه ښوونځيو د ودانيو نه لرل لويه ننګونه ده.
که څه د کليو پراختيا وزير مجيب کريمي د ولسمشر په لارښوونه د اقرا برنامې له لارې د ياد ولايت ۱۰۳ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو د چارو پرانيسته کړې وه، خو له هغه راهيسې د شاوخوا ۲۰ مياشتو په تېرېدو لا هم په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن