Language

غزني کې د ۱۷ ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۷ مرغومې ۱۴۰۳): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

 د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصیراحمد حسیني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې پوهنې ریاست له خپلې بودیجې یاد ۱۷ ښوونځي د دغه ولایت په مرکز او ګیرو، رشیدان، قره‌باغ، مقر او اب‌بند ولسوالیو کې بیارغولي دي.

ده وویل، د یادو ښوونځیو ودانۍ ډېرې زیانمنې شوې وې چې د باد او باران پرمهال به زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه هیله څرګنده کړه چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د زده‌کوونکو ستونزې نسبتاً راکمې او د زده‌کړې ښه شرایط به ورته برابر شي.

حسینی وویل: «موږ د پوهنې پر وزارت غږ کوو چې په غزني کې ډېری ښوونځي د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي او په دې برخه کې دې زموږ لاسنیوی وکړي.»

د غزني ښار اربابا سیمي یوه قومي مشر الله محمد پژواک خبري اژانس ته وویل  د ژوند اصلي عنصر پوهنه ده، غزنی هغه ولایت دی چې په تېر کې ډېرې جګړې پکې وې، د پوهني په برخه ورته زیات کار نه دی شوي.

ده هیله څرګنده کړه  چې پوهني وزارت او په ټوله کې اسلامي امارت دې په دغه برخه کې غزني ته پاملرنه زیاته کړي.