میمنه (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): د فاریاب پولیس ادعا کوي چې د میمنې ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې پنځه طالبان او یو ملکي وکړی وژل شوي او درې طالبان ټپيان شوي؛ خو طالبانو خپل تلفات رد کړي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو د شپږمې ناحیې د سیدان،د ده عزیزیان او کوهیخانه پر کلیو او د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په بابه قشقار کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ، د دواړو خواوو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړچې په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول اودرې نور یې ټپيان شول.
یورش زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی، خو یو ملکي کس د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوی دی.
په فاریاب کې د طالبانو یوې باوري سرچینې خپل تلفات رد کړل، خو ویې ویل چې د دولت د توپ او هاوان مرمیو لګېدو له امله یو ملکي کس وژل شوی او څو د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
له بلې خوا د میمنې ښار د لومړۍ او شپږمې ناحیو اوسېدونکي وایي، کابو یوه میاشت کیږي چې د دوی کورونه د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي او د دواړو لورو د هاوان مرمیو د لګېدو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې د ده عزیزان اوسېدونکي عبدالرووف پژواک ته وويل چې پرون شپه د جګړې له وېرې یې خپل کورونه پرېښودل او سهار وختي بېرته خپل کور ته راغلل ویې لیدل چې ټول کور او وسایل یې سوځېدلي دي.
Views: 436
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP