ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي سرچینې: د میمنې ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه دفع شوي

امنیتي سرچینې: د میمنې ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه دفع شوي

author avatar
1 Aug 2021 - 18:57
امنیتي سرچینې: د میمنې ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه دفع شوي
author avatar
1 Aug 2021 - 18:57

میمنه (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): د فاریاب پولیس ادعا کوي چې د میمنې ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او امنیتي  ځواکونو ترمنځ نښتو کې پنځه طالبان او یو ملکي وکړی وژل شوي او درې طالبان ټپيان شوي؛ خو طالبانو خپل تلفات رد کړي دي.

 

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو د شپږمې ناحیې د سیدان،د ده عزیزیان او کوهیخانه پر کلیو او د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په بابه قشقار کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ، د دواړو خواوو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړچې په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول اودرې نور یې ټپيان شول.

یورش زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی، خو یو ملکي کس د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوی دی.

په فاریاب کې د طالبانو یوې باوري سرچینې خپل تلفات رد کړل، خو ویې ویل چې د دولت د توپ او هاوان مرمیو لګېدو له امله یو ملکي کس وژل شوی او څو د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

له بلې خوا د میمنې ښار د لومړۍ او شپږمې ناحیو اوسېدونکي وایي، کابو یوه میاشت کیږي چې د دوی کورونه د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي او د دواړو لورو د هاوان مرمیو د لګېدو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې د ده عزیزان اوسېدونکي عبدالرووف پژواک ته وويل چې پرون شپه د جګړې له وېرې یې خپل کورونه پرېښودل او سهار وختي بېرته خپل کور ته راغلل ویې لیدل چې ټول کور او وسایل یې سوځېدلي دي.

 

Visits: 436

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.