ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غني له تلو سره ډېری دولتي مسوولین او سیاسي مخور له هېواد وتلي

د غني له تلو سره ډېری دولتي مسوولین او سیاسي مخور له هېواد وتلي

author avatar
16 Aug 2021 - 19:32
د غني له تلو سره ډېری دولتي مسوولین او سیاسي مخور له هېواد وتلي
author avatar
16 Aug 2021 - 19:32

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): له هېواده د اشرف غني له وتلو او د کابل دروازو ته د طالبانو په را رسېدو سره، د مخکني حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم هېواد پرېښود؛ خو ځیني نور سیاسي مخور لا هم په هېواد کې دي، څو د نوي سیاسي بحران مخه ونیسي او د واک خلا ډکه او په سوله ییز ډول یې انتقال کړي.

هغه معلومات چې پژواک خبري اژانس له بېلابېلو سرچینو، ځینو رسنیو، رسمي ټولنیزو پاڼو، چارواکو او د ټولنیزو شبکو له یو شمېر کاروونکو ترلاسه کړي؛ ښیې چې د پخواني حکومت لسګونه لوړ پوړي چارواکي له هېواده وتلي دي.

د مخکني دولت هغه لوړپوړي چارواکي او سیاسي شخصیتونه چې له هېواده وتلي دي

ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو راپور ورکړی چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب او د مخکني ولسمشر د چارو ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي تاجکستان ته تللي؛ خو نورو ویلي چې د مخکني حکومت دغه درې لوړپوړي چارواکي عمان ته تللي دي.

بلخوا د هېواد مشهور سیاسي مخور مارشال عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور چې د بلخ ولایت په دفاع کې یې د طالبانو پر ضد جګړه اعلان کړې وه، د طالبانو له لوري د مزارشریف ښار له نیولو وروسته، تاجکستان ته وتښتېدل.

یوې بلې سرچینې ترکیې ته د ملي امنیت شورا د پخواني مرستیال سرور احمد دراني د سفر په اړه راپور ورکړی او ویلي یې دي چې مخکني حکومتي چارواکي امریکا ته د تګ پرېکړه کړې ده.

دغه راز یادې سرچینې یادونه کړې چې په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د هغه د حقوقي واحد عمومي رییس کبیر عیسی خېل هم له هېواده برېتانیا ته تللی دی.

په ورته وخت کې د ملي دفاع مخکني وزیر بسم الله محمدي په ټویټرپاڼه کې خپل غږ خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه له خپلو دوو زامنو سره ته تللی او دغه راز د پانګونې د اسانتیا واحد پخوانی مشر عطاءالله نصیب د تېښتې په اړه هم په ټولنیزو شبکو کې خبر ورکړل شوی دی.

بسم الله محمدي پر ټویټر لیکلي: «زموږ لاسونه تر شا تړلي، وطن یې خرڅ کړ، لعنت دې وي پر غني او د هغه پر ملاتړو.»

مشهور جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان چې د هرات ولایت له سقوط وروسته طالبانو بښلی و، د یکشنبې په شپه د ایران مشهد ته تللی دی.

په ورته مهال، ډېر ناتایید شوي راپورونه ښیي چې د اشرف غني د حکومت د کابینې یو شمېر وزیران، والیان، امنیه قوماندانان، د پارلمان غړي، د ولایتي شوراګانو استازي او نور له بېلابېلو لارو له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

له کابله اسلام اباد ته د سیاسیونو رسمي سفر:

د افغانستان د کړکېچ او طالبانو له خوا د کابل له نیولو او د اشرف غني د حکومت د لوړپوړو چارواکو له تېښتې سره سم، په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې د افغان حکومت د چارواکو او سیاسي مخورو یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

په دغه پلاوي کې “د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني، د ولسمشرۍ پخواني مرستیالان محمد یونس قانوني او احمد ضیا مسعود، د اتحاد ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق، د شهید مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود، صلاح الدین رباني، د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام” شامل دي.

د پاکستان سفارت لیکلي چې سیاسي شخصیتونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته په درې ورځني سفر تللي دي.

هغه سیاسي شخصیتونه چې اوس هم په هېواد کې دي:

په تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې څرګندوي د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړۍ مرستیال امرالله صالح، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرسول سیاف، د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود او یو شمېر والیان او لوړپوړي حکومتي کارکوونکي لا هم په هېواد کې موجود دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون یو ثبتي غږ خپور کړی او په کې ویلي یې دي چې نوموړی په هېواد کې دی.

دغه راز کرزي د اشرف غني او هېواد د ځینو نورو مسوولو چارواکو د وتلو په اړه پر خپله فېسبوک پاڼه اندېښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې د ګډوډۍ د مخنیوي او د خلکو د درد او اندېښنې راکمولو او د سولې او د سوله ییز انتقال اړوند چارو د ښه مدیریت په موخه د همغږۍ کمېټه جوړه شوې ده.

هغه په دوام لیکلي چې د همغږۍ په دې شورا کې د سولې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم حضور لري.

پخواني ولسمشر د حکومت او طالبانو له امنیتي ځواکونو غوښتي چې په پوره حوصلې سره دې د شخړو، ګډوډیو او غیر مسوولو کسانو د تحرکاتو مخه ونیسي.

په ورته مهال، د سولې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې ولسمشر له هېواده وتلی او دی خپله په هېواد کې دی.

دغه راز ځیني راپورونه ښیي چې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود، د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د سولې عالي شورا ریاست سلاکار جان احمد حقجو او د پروان پخوانی والي فضل الدین عیار په پنجشېر کې دي.

په پنجشېر ولايت کې يوې حکومتي سرچينې  چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل: “د پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو ځيني مجاهدین، ​​د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ، د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د سولې عالي شورا ریاست سلاکار جان احمد حقجو، د پروان پخوانی والي فضل الدین عیار مقاومت ته چمتووالی نیسي.”

د مخکني حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید محرح هم د هغو کسانو له ډلې دی چې له هېواده نه دی وتلی.

ډاکتر وحید مجروح نن د طالبانو د روغتیا کمېسیون له پلاوي سره لیدنه درلوده او د یاد پلاوي له هدایت سره سم، ټاکل شوې روغتیايي خدمات په ټول هېواد کې دوام پیدا کړي.

د مخکني حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي، سیاسي او جهادي شخصیتونه، والیان، لوړپوړي نظامي چارواکي، وزیران، مشران او ځیني حکومتي کارکوونکي په داسې حال کې هېواد پرېښود چې طالبانو د ولایتونو، په ځانګړې توګه د کابل په نیولو سره د خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي: «له هیچا د غچ اخیستو په فکر کې نه دي، هغه کسان چې په کابل کې یې په نظامي او ملکي برخو کې دندې ترسره کولې، د ټولو لپاره بښنه ده او امن دی او له هيچا سره به انتقامي چلند نه کېږي، ټول په خپل هېواد او خپل کور کې پاتې شئ او له هېواده د وتلو هڅه مه کوئ.»

Views: 149

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.