جلال اباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۰): چارواکي وايي، د کابل- جلال اباد پر لويه لار درې ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه ترافيکي پېښې پرون پر ياده لار له سخت باران وروسته د سړک د لوندوالي او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له مله رامنځته شوې دي.
دا پېښې د لغمان ولايت په مربوطاتو کې شوې چې شپږ کسان په کې مړه او ٨ نور ټپيان شوي دي.
په لغمان کې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله وايي چې پېښې د زیات اورښت او د سړکونو د لوندوالي او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، مړي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي چې لومړۍ پېښه د مشعلې سیمې له استحکام پله سره نږدې شوې چې یو کس په کې مړ او ۸ نور ټپيان دي.
دی وايي، دويمه پېښه د لویې لارې ترازو سره نږدې شوې چې څلورو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی او درېيمه پېښه هم د مشعلې په سیمه کې شوې چې یو کس په کې مړ شوى دی.
د يادونې ده، ډېرى وخت د کابل- ننګرهار پر لويه لار د سړک د تنګوالي او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.
Views: 1238
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن