اسعداباد (پژواک، ۶سلواغه ۱۴۰۰): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني لوري په راکټي بريدونو کې يو ماشوم وژل شوی دی.
په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا ویاند حمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې وړمه ورځ د پاکستاني لوري د راکټي بریدونو له امله یو ماشوم وژل شوی او د ځایي خلکو یوشمېر څاروي هم تلف شوي دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه چې که پاکستاني نظامیان پر کونړ بريدونو ته دوام ورکړي، نو افغان ځواکونه به يې پروړاندې غلي پاتې نه شي.
بل خوا د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاب پړۍ سيمې یوه اوسېدونکي برکت الله پژواک ته وویل چې د تېرې دوشنبې په ورځ پاکستاني نظامیانو د دوی سيمه پر راکټونو وېشتلې او له امله يې د ده يو ۱۲کلن زوی وژل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن