چاریکار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لاره چې مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د ډېرې واورې له امله د ټېلري موټرو پر مخ بنده شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وایي چې د سالنګ دواړو لورو ته له تېرې شپې راهیسې واوره اوري او اټکل شوی چېر تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به دوام ولري.
سرچینه زیاتوي چې یاده لاره له ټېلري موټرو پرته د نورو ټولو موټرو پر مخ خلاصه ده او موټر چلوونکي کولی شي چې د چين او نورو ژمنیو لازمو وسایلو په درلودو سره پر دې لاره تګ راتګ وکړي.
یاده لاره د هندوکش په لوړو غرونو کې پر بغلان او پروان له یوه تونله چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري، تېرېږي.
په ژمي کې پر یاده لاره تګ راتګ له خطر سره مخ وي.
د ۱۳۸۸ کال د سلواغې په میاشت کې په سوېلي سالنګ کې د زیاتو واورو او توپانونو له امله ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي وو.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن