Language

په سوېل ختيځ زون کې له ١٢٠٠ کورنيو سره مرسته وشوه

ګردېز (پژواک، ٧ کب١٤٠٠): د افغاني سرې مياشتې له لوري په پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو کې پر ١٢٠٠ کورنيو خوراکي توکي و وېشل شول.

په سوېل ختيځ زون کې د سرې مياشتې ادارې مسوول مولوي محمد طيب مبارك پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن مو په سوېل ختيځ زون څلورو ولايتونو کې له ١٢٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې هر ولايت کې درې سوه کورنۍ کيږي.))

نوموړي وويل په دغه مرسته کې هغو کسانو ته لومړيتوب ورکړل شوى چې د تېرو جګړو له امله معلول شوي وو.

مبارک وويل په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته اته قلمه خوراکي توکي ورکړل شول چې د سلو امريکايي ډالرو ارزښت لري.

login or register a new account.

Related Topics