ګردېز (پژواک، ٧ کب١٤٠٠): د افغاني سرې مياشتې له لوري په پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو کې پر ١٢٠٠ کورنيو خوراکي توکي و وېشل شول.
په سوېل ختيځ زون کې د سرې مياشتې ادارې مسوول مولوي محمد طيب مبارك پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن مو په سوېل ختيځ زون څلورو ولايتونو کې له ١٢٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې هر ولايت کې درې سوه کورنۍ کيږي.))
نوموړي وويل په دغه مرسته کې هغو کسانو ته لومړيتوب ورکړل شوى چې د تېرو جګړو له امله معلول شوي وو.
مبارک وويل په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته اته قلمه خوراکي توکي ورکړل شول چې د سلو امريکايي ډالرو ارزښت لري.
ده وويل، دغه مرسته د جرمني هېواد (د سولې کلي) د خيريه ټولنې په مالي ملاتړ چمتو شوې چې د سرې مياشتې په همکاري وېشل کيږي.
طيب مبارک وويل، په نورو ولايتونو کې به هم پر زرګونو کورنيو دا ډول بشري مرستې ووېشل شي.
د بشير په نوم يو تن معلول مرسته اخيستونکي پژواک ته وويل:((موږ نن ورځ خوشاله يو چې د سرې مياشتې له لوري راسره د خوراکي توکو مرسته وشوه او له نورو ادارو څخه هم هيله کوو چې له معلولينو سره دا ډول مرستې وکړي.))
نوموړي وويل، معلولين هغه څوک دي چې په جګړو کې يې ډېره قرباني ورکړې، خو د امتياز او مرستې په وخت کې هېر شوي دي.
په دې وروستيو کې په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته شوې او دا لړۍ لاهم روانه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









