ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ معلولین: موږ ته دې د معیوب خطاب نه کېږي

د بلخ معلولین: موږ ته دې د معیوب خطاب نه کېږي

author avatar
25 Apr 2022 - 15:02
د بلخ معلولین: موږ ته دې د معیوب خطاب نه کېږي
author avatar
25 Apr 2022 - 15:02

مزارشریف (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): د بلخ یو شمېر معلولینو د دغه ولایت له ديني عالمانو غوښتي چې له معلولینو سره د چلند په اړه کې دې د منبر له لارې خلکو ته پوهاوى ورکړي.

يادو معلولینو نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت له ديني عالمانو سره ګډه غونډه جوړه کړه او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې.

دغه معلولين وايي: ((معيوب هغه چا ته ويل کېږي چې عيب ولري، يعنې غل وي، قاتل وي او يا هم پر فساد تورن وي.))

د بلخ معلولینو لپاره د حق غوښتنې شبکې ویاند سید محمد یزدان پرست وایي چې معلولیت يوه تحمیل شوې ټولنیزه پدیده ده چې لاملونه یې جګړه، فقر، د فلج واکسین نه رسېدل او جنټیکي موضوعات دي.

هغه دغه راز وایي چې معلولینو ته دې معیوب نه ویل کېږي؛ ځکه معیوب هغه چا ته ویل کېږي منفي کارونه يې کړي وي.

یزدان پرست د بلخ د حج او اوقافو له ریاست او د دغه ولایت له عالمانو وغوښتل چې د منبر له لارې دې خلک له معلولينو سره پر سم چلند وپوهوي.

دغه راز د بلخ د معلولینو ځانګړي ښوونځي د دوولسم ټولګي زده‌کوونکي باسط مولوي زاده پژواک ته وويل چې ښوونځي ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ دی او د تګ لپاره ټرانسپورت نه لري.

نوموړی له علماوو غواړي چې د جمعې لمانځه پر مهال دې خلکو ته د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړي او خلک دې پر دغو ستونزو خبر کړي.

همدارنګه يو بل معلول محمد اکرم وايي چې معلولین د ټولنې له زیان‌منونکو خلکو دي او په ژوند کې له ګڼو ستونزو مخ دي.

هغه وایي چې معلولین د نورو انسانانو په څېر د کار کولو توان نه لري او تل له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.

بلخوا د بلخ د حج او اوقافو ریاست د ارشاداتو امر نعمت الله ابو طارق هم په ټولنه کې د معلولینو حقونو او په دې برخه کې د اطلاعاتو رسونې په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم او ارزښتناک بولي.

هغه وایي چې د معلولینو د ارزښت، مقام او درناوي په اړه به د بلخ ټولو علماوو ته خبر ورکړي څو په میاشت کې یو ځل د جمعې لمانځه پر مهال په دې اړه د اسلام له نظره بحث، خبرې او خلکو ته پوهاوی ورکړي.

Views: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.