Language

د سرپل خلک د دغه ولایت پر نمبر یو شاهراه د لویو موټرو د تګ راتګ بندېدو غوښتنه کوي

سرپل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): د سرپل د مرکز اوسېدونکو د دغه ولایت په نمبر یو شاهراه د لوړ ټناژ موټرو په وسیله د صیاد له ولسوالۍ د ډبرو سکرو او د قشقري له څاګانو د نفتو پر انتقال اندېښنه ښودلې ده.

هغوی له حکومته غوښتي چې د نمبر یو شاهراه له ویجاړېدو د مخنیوي په موخه دې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګوي.

له بلې خوا د دغه ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وایي چې دا موضوع یې له وزارت سره شریکه کړې او د دې لارې د تخریبېدو مخه به ونیول شي.

د سرپل یوه اوسېدونکي حکمت الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر نمبر یو شاهراه او د ښار پر سړکونو د نفتو ډېر وزن لرونکو موټرو تګ راتګ خلکو ته د سړکونو خرابېدو په اړه اندېښنه پیدا کړې ده.

login or register a new account.