منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سرپل خلک د دغه ولایت پر نمبر یو شاهراه د لویو موټرو د تګ راتګ بندېدو غوښتنه کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

سرپل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): د سرپل د مرکز اوسېدونکو د دغه ولایت په نمبر یو شاهراه د لوړ ټناژ موټرو په وسیله د صیاد له ولسوالۍ د ډبرو سکرو او د قشقري له څاګانو د نفتو پر انتقال اندېښنه ښودلې ده.

هغوی له حکومته غوښتي چې د نمبر یو شاهراه له ویجاړېدو د مخنیوي په موخه دې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګوي.

له بلې خوا د دغه ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وایي چې دا موضوع یې له وزارت سره شریکه کړې او د دې لارې د تخریبېدو مخه به ونیول شي.

د سرپل یوه اوسېدونکي حکمت الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر نمبر یو شاهراه او د ښار پر سړکونو د نفتو ډېر وزن لرونکو موټرو تګ راتګ خلکو ته د سړکونو خرابېدو په اړه اندېښنه پیدا کړې ده.

هغه له حکومته غواړي چې د خلکو یادې اندېښنې لرې کولو او د سړکونو له ژر ویجاړېدو د مخنیوي لپاره د موټرو وزن کنټرول کړي.

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې د نفتو او ډبرو سکرو لېږد د خلکو او حکومت د اقتصاد لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده خو سړکونه هم ملي پانګه ګڼل کېږي چې باید ساتنه او څارنه یې وشي.

د سرپل یوه دیني عالم سیداحمد جوادي د ګاز او ډبرو سکرو  لېږد  د دغه ولایت لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله خو له حکومته یې وغوښتل څو د عام المنفعه تاسیساتو او د لویو لارو د ویجاړېدو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت کولای شي د موټرو وزن کنټرول کړي او د زیات وزن مخه ونیسي.

سمیر چې د باروړونکو موټر چلوونکی دی، هم له حکومته همدا غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې لویې لارې ملي تاسیساتو دي او ساتنه یې د حکومت مسوولیت دی.

په همدې حال کې د سرپل د ټولګټو چارو رییس مولوي اسدالله د خلکو اندېښنه پر ځای ګڼي او وایي چې  دا مسئله یې له وزارت سره شریکه کړې او په نږدې راتلونکي کې به یې په اړه اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، موږ دا موضوع د ټولګټو وزارت د تلو (ترازو ها) له رياست سره شريکه کړې او له موږ سره یې ژمنه کړې چې وروسته له اختر به یوه تله سرپل ولایت ته لېږي.

نوموړي دا هم وویل چې د سرپل د ټولګټو ریاست پلان لري چې د باروړونکو موټرو د زيات وزن کنټرول لپاره د سرپل د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې هم تلې نصب کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد