ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: څو چې کرونا بشپړه نه وي ورکه شوې، ماسک تړل مه هېروئ

د طب پوهان: څو چې کرونا بشپړه نه وي ورکه شوې، ماسک تړل مه هېروئ

author avatar
24 May 2022 - 17:12
د طب پوهان: څو چې کرونا بشپړه نه وي ورکه شوې، ماسک تړل مه هېروئ
author avatar
24 May 2022 - 17:12

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د طب برخې پوهان وایي، دا چې د کرونا ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره تل د ماسک کارولو پر اغېزناکوالي ټینګار شوی، خو په دې وروستیو کې ډېر هېوادوال ورته پاملرنه نه کوي؛ په داسې حال کې چې ماسک تړل باید د کرونا تر بشپړ ورکېدو پورې الزامي وي.

د یادولو ده، کرونا ویروس لومړی د ۲۰۱۹ ميلادي کال په وروستیو کې د چین په اوهان ښار کې خپور او په کمه موده کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادنو ته خپور شو.

د نړۍوالو بسنټونو له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په نړۍ کې د دغه ویروس خپرېدو له پیله تر اوسه، سلګونه میلیونه کسان په کوويډ-۱۹ اخته او تر ۶،۳ میلیونه ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان او ډاکتران د واکسینونو، درملو او وقایوي لارو چارو په لټون بوخت دي.

د ماسک تړل، په مکرر ډول د لاسونو مینځل، د یو متر واټن مراعاتول، له ګڼې‌ګوڼې ډک سرپټو ځایونو ته له ورتلو ډډه کول او د چاپېریال ضدعفوني کول هغه لارښوونې دي چې ډاکتران یې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي او پر ټولو خلکو یې رعایتول لازمي دي.

د ډاکترانو اندېښنه

په کابل کې د افغان- جاپان روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکتر حشمت فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، کرونا داسې ناروغي ده چې ځانګړې درملنه نه لري، یوازې وقایوي لارې یې لکه ماسک تړل، ټولنیز واټن مراعاتول، پر اوبو او صابون د لاسونو مینځل او د ګڼې ګوڼې سرپټو ځایونو ته له ورتلو ډډه کول، په مخنیوي کې مرسته کوي.

هغه وایي، کوويډ-۱۹ ویروسي ناروغي ده چې د تنفسي زراتو له لارې خپرېږي او که څوک ماسک کاروي، هغه خوندي دی او ویروس یې بدن ته په اسانۍ نه شي دننه کېدای.

نوموړي ماسک کارول ډېر اړین وبلل، ویې ویل، په لومړیو کې چې کرونا ناروغي خپره شوې وه، ډېری هېوادوالو له ماسکه ګټه اخیسته، خو اوس ډېر خلک ماسک نه کاروي.

هغه ماسک تړلو ته جدي نه پاملرنه د انېښنې وړ وبلله او ویې ویل، د هوا په ګرمېدو سره د کرونا مثبتې پېښې ډېرېږي.

د عمومي داخله ناروغیو معالج ډاکټر عارف یعقوبي هم د کرونا ناروغۍ تر بشپړ ورکېدو د ماسک پر تړلو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، د تنفس له لارې د کرونا ویروس د لېږد بهیر له یوه کس نه بل ته ډېر په چټکۍ وي او ماسک تړل یې د مخنیوي یوه لار ده.

هغه زیاته کړه، طبي پوهان پر دې باور دي چې ماسک کارول د کرونا ویروس خپرېدو پر وړاندې ډېر اغېزناک دي او ګټه ترې اخیستل د نورو لومړنیو محافظتي اقداماتو ترڅنګ کولای شي د کرونا خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د ماسک پلور کمېدل

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د یوه درملتون مالک بکتاش ارین وایي، د کرونا ویروس خپرېدو په لومړیو کې د ماسک پېر او پلور ډېر و او د کابل په بازارونو کې يې بیه دوه برابره شوې وه.

هغه زیاته کړه: «هغه مهال ځیني وخت په درملتون کې ماسکونه خلاصېدل او پېرودونکي هره شېبه په ماسک پسې راتلل.»

ارین زیاته کړه، اوس د ماسک پېر او پلور بېرته عادي حالت غوره کړی؛ د کرونا د لومړۍ څپې مهال په څېر نه دي او په بازار کې د ماسک بیه بېرته لوېدلې ده.

په ورته مهال، په کابل ښار کې د ماسکونو یو پلورونکی جاوېد وایي: «تېر کال مې د ورځې دوه تر درې درځنه ماسکونه پلورل؛ خو سږ کال په دوو ورځو کې هم دوه درځنه نه شم پلورلای.»

د ښاریانو نظرونه

د کابل ښار یوې اوسېدونکې شبنم یعقوبي پژواک ته وویل، دا او کورنۍ یې همېشه په ځانګړي ډول د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې له ماسکه استفاده کوي.

هغه زیاتوي: «موږ باید د کرونا خپرېدو مخنیوي او کمېدو کې یو لړ روغتیایي اقداماتو ته پابند و اوسو چې یو له هغو له ماسکه استفاده ده.»

نوموړی وایي، له ماسکه استفاده د یادې ناروغۍ د انتقال مخه نیسي او کولی شي ډېر حیاتي تمام شي.

هغه زیاته کړه، کرونا چې تنفسي سیسټم زیانمنوي نو له ماسک څخه استفاده کولی شي د دغه ویروس مخه ونیسي او دا کوم ستونزمن کار نه دی.

خو د کابل پوهنتون یو محصل فرهاد سرفراز چې له ماسکه استفاده نه کوي، وایي: «کله چې کرونا تازه راغله، له دې ناروغۍ وېره ډېره وه، خلکو له ماسکونو استفاده کوله خو اوس یې ډېر خلک نه استفاده کوي.»

نوموړي زیاته کړه: «له ماسک نه استفاده راته ډېره جالبه نه ښکاري؛ ځکه مخکې ډارېدم خو اوس نه ډارېږم.»

په همدې حال کې د بادغیس یو اوسېدونکی عزیزالله وایي، د ده په ګډون د بادغیس ډېری خلک له ماسکه استفاده نه کوي او اوس ډېر خلک پر کرونا باور نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «ځيني خلک فکر کوي چې کرونا یوه پروژه ده؛ ځيني بیا فکر کوي چې کرونا خطر نه لري….»

د عامې روغتیا وزارت مسوولین که څه هم وایي چې د روغتیايي لارښوونو په اړه د پوهاوي پروګرام دوام لري، له هېوادوالو په ټينګار سره غواړي چې کرونا جدي ونیسي، ګڼې ګوڼې ځایونو ته دې نه ځي، ماسک دې وتړي او د لاسونو پرله پسې مینځل دې نه هېروي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.